Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د سوک‌وهنې ۲۴ کلپونو ترمنځ سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۳): د المپیک ملي کمېټه وایي چې په کابل کې د ۲۴ کلپونو د ۹۹ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې.

د المپیک ملي کمېټې او د سپورټ عمومي ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د کابل ښار د درېیم زون د سوک‌وهنې منتخبې سیالۍ د دغه فدراسیون، د المپیک ملي کمېټې د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د ۲۴ کلپونو د ۹۹ ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې.

سرچینې ویلي چې یادې سیالۍ به درې ورځې دوام ولري.

د المپیک ملي کمېټې ویلي چې یادې سیالۍ له ۴۸ څخه تر ۹۲ کیلوګرامه وزنونو کې ترسره کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو په پای کې به د کابل د درېیم زون لوبډلې لپاره ۲۶ غوره لوبغاړي انتخاب شي.

د یادونې ده، د روانې زمري میاشتې په ۱۵مه هم د کابل ښار د لومړي زون د ۳۲ کلپونو د ۱۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ ترسره شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.