ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ او اسهالاتو پېښې ډېرې شوې دي

کندهار کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ او اسهالاتو پېښې ډېرې شوې دي

author avatar
17 Aug 2024 - 17:26
کندهار کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ او اسهالاتو پېښې ډېرې شوې دي
author avatar
17 Aug 2024 - 17:26

کندهار (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): د کندهار د میرویس حوزوي روغتون مسوولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې په ماشومانو کې د خوارځواکي او اسهالاتو پېښې ډېرې شوې او زیاتوي چې یوازې د خوارځواکۍ له امله تر دې مهاله ۳۰ ماشومان مړه شوي دي.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د روغتیايي معلوماتو د انسجام څانګې مسوول ډاکټر محمداشرف کیهان پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر لمریز کال کې دغه روغتون ته پر خوارځواکۍ اخته لس زره ۹۲۸ ماشومان وروړل شوي وو خو سږ کال بیا د تېر کال د لومړۍ ربعې په پرتله دا شمېر څو برابره لوړ دی.

هغه زیاته کړه، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې دغه روغتون ته پر خوارځواکۍ اخته پنځه زره ۵۸۱ ماشومان وروړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «که د سږ کال لومړۍ ربعه له تېر کال سره پرتله کړو، دا شمېر زیات دی، تېر کال په ټول کال کې ۷۸ په سوء تغذي یا خوارځواکۍ اخته ماشومان مړه شوي وو خو اوس د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې مړینه ۳۰ تنو ته رسېدلې ده.»

هغه دغه راز د اسهالاتو د پېښو په اړه وویل، تېر کال کې میرویس حوزوي روغتون ته پر اسهالاتو اخته لس زره ۴۳۰ ماشومان وروړل شوي وو خو د سږ کال په لومړۍ ربعه کې دا شمېر ۱۸ زره ۸۲ ته لوړ شوی دی.

ډاکټر کیهان وویل: «د اسهالاتو پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، سږ کال یوازې په لومړیو څلورو میاشتو کې موږ ته پر اسهالاتو اخته له ۱۸ زره ډېر ماشومان راوړل شوي، له هغوی دوه زره ۲۵۶ یې بستر شوي دي.»

هغه پر اسهالاتو د اخته ماشومانو د مړینې په اړه معلومات ور نه ‌کړل خو وایي، ډېر شمېر ماشومان د ګرمې هوا له امله پر اسهالاتو اخته شوي دي.

ورته مهال، یاد روغتون ته یو شمېر راغلي مراجعین وايي، بې‌وزلي، د کافي خوړو نشتوالی او په ځینو سيمو کې روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسی هغه لاملونه دي چې له امله یې ماشومان پر خوارځواکۍ او اسهالاتو اخته کېږي.

له سپین‌بولدک ولسوالي میرویس روغتون ته راغلې فاطمه وایي، خاوند یې اوزګار دی او په کور کې د ځان او ماشومانو لپاره پوره خواړه نه‌ لري؛ ځکه خو یې څلور اولادونه پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

هغې زیاته کړه: «له بولدک څخه راغلې یم، خاوند مې بې‌روزګاره دی، څلور اولادونه لرم، ټوله په سوء‌تغذي اخته دي او اکثره وخت په ګرمي کې اسهالېږي.»

یوه بله مېرمن انارګله چې خپل لمسی یې روغتون ته راوستلی وايي: «زه له ژېړۍ ولسوالۍ راغلې یم، لمسی مې دا ډېر وخت کېږي نه مري او نه پاتې کېږي، په کور کې دومره شی نه ‌لرو چې بل ځای یې بوځو، نور کوچنیان مو هم اکثره وخت ناجوړه وي.»

د یادونې ده، د کندهار په لرو پرتو ولسوالیو کې که څه هم روغتیايي مرکزونه شته خو ډېر شمېر اوسېدونکي یې میرویس حوزوي روغتون ته مراجعه کوي چې د مسوولینو په وینا، له همدې امله د دغه روغتون مراجعین تر پخوا څو برابره ډېر شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.