هرات (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۳): هرات کې یوه خیریه بنسټ د دغه ولایت بېوزلو ځوانانو ته سل وړیا تحصیلي بورسونه اعلان کړي دي.

د یادونې ده، د دغه پروګرام عملي کېدو په موخه په دغه ولایت کې د حبیبیار خیریه بنسټ او اسیا لوړو زدهکړو موسسې ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شو.

د هرات د والي ویاند مولوي حیاتالله مهاجر فراهي په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې د یاد بنسټ له لوري بېوزلو ځوانانو ته د تحصیلي بورسونه له ځانکړي کېدو هرکلی وکړ.

هغه وویل چې د دغه پروګرام له لارې سلو بېوزلو ځوانانو ته د وړیا لوړو زدهکړو زمینه برابرېږي.

په همدې حال کې، د حبیبیار خیریه بنسټ رییس عبدالحق صدیقي وویل چې دغه بنسټ په بېلابېلو ټولنیرو چارو کې د ځوانانو ملاتړ ته ژمن دی.

هغه د حبیبیار بنسټ له لوري د مرستو رسولو او بشري خدماتو برخه کې د ځینو فعالیتونو د ترسره کولو یادونه وکړه و زیاته یې کړه چې د لوړو زدهکړو او پوهنې برخو ملاتړ یې له لومړيتوبونو دی.

بلخوا، د اسیا لوړو زدهکړو موسسې رییس میر ګلابالدین میر د ټولینې په پرختګ او وده کې د پوهنتونونو رول مهم وباله او د حبیبیار خیریه بنسټ له لوري د لېسانس په کچه د سلو بورسونو ځانکړي کول یې ځوانانو ته د لوړو زدهکړو زمینې برابرولو کې لویه مرسته وبلله.

دغه ولایت کې سرچینو وویل چې یادو بوروسونو ته به کسان د ازادې سیالۍ له لارې ټاکل کېږي.