Language

د غزني په جغتو کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۵ وږي ۱۴۰۳): د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د اووه میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د جغتو ولسوالۍ د شاکي سیمې یوه اوسېدونکي محمد ذکي پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیمه کې د ښوونځي ودانۍ ته جدي اړتیا وه چې نن یې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

هغه زیاته کړه، پر یاد ښوونځي ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

ورته مهال، د غزني د پوهنې رییس نصیراحمد حسیني پژواک ته وویل، یاد منځني ښوونځي ودانۍ ډېره پخوانۍ او زړه وه خو د سیمې د خلکو له لوري ورته نوې ودانۍ جوړیږي.

هغه د غزني د نورو سیمو له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د شاکي سیمې د خلکو په څېر دې دوی هم خپلو اولادونو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

د نوموړي په وینا، یاد ښوونځی پر څه باندې دوه جریبه ځمکه په پاخه او اساسي ډول په یوه پوړ کې جوړېږي.

هغه وايي چې دغه ښوونځی به اته درسي خونې، یوه اداري خونه، د احاطې  دېوال او د لوبو لپاره ځانګړی ځای ولري او ۳۰۰ زده‌کوونکي به په کې زده‌کړې وکړي.

د یادوني ده، د تېرې جمعې په ورځ هم د غزني د مقر ولسوالۍ په عزت کلي کې د خلکو  په شخصي لګښت د یوه ښوونځي د جوړولو چارې پيل شوې.