ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوناما مشرې زابل ولایت ته سفر کړی

د یوناما مشرې زابل ولایت ته سفر کړی

author avatar
2 Sep 2024 - 14:44
د یوناما مشرې زابل ولایت ته سفر کړی
author avatar
2 Sep 2024 - 14:44

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۳): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) وايي چې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا زابل ولایت ته سفر کړی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري پرون (یک‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه زابل ته د یوناما د مشرې روزا اوتونبایوا د سفر خبر ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې، اوتونبایوا په زابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري زیانمنو کورنیو ته د جوړ شوو کورونو او قابله‌ګۍ له پروژو لیدنه کړې ده.

یاد سازمان اعلان کړی چې زابل ته د اوتونبایوا د سفر اصلي موخه په دغه ولایت کې د میندو او ماشومانو د مړینې لوړې کچې او روغتیایي مسایلو څېړل دي.

دا په داسې حال کې ده چې روزا اوتونبایوا اووه ورځې مخکې کندهار ته په سفر کې د کوکنارو د کښت د بدیل برخه کې د دغه ولایت له چارواکو سره ولیدل او خبرې یې ورسره وکړې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.