کندوز (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۳): د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالداراۍ ریاست مسوولین وايي چې د سږ کال له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې د کبانو روزنې فارمونو ۳۵۰ ټنه کبان تولید کړي دي.
د کندوز د کرنې ریاست د مالدارۍ د ترویج عمومي مدیر جمعهالدین عمرخېل له پژواک اژانس سره خبرو کې وویل چې په دغه ولایت کې د کبانو په تولید کې د تېر کال په نسبت ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د هغه په خبره، تېر کال په دغه ولایت کې د کبانو روزنې فارمونو کې ۳۰۰ ټنه کبان تولید شوي وو، خو سږ کال تر اوسه پورې ۳۵۰ ټنه کبان تولید شوي دي.
هغه زیاته کړ: «د کبانو ډېرېدو اصلي لاملونه مناسبه هوا، فارملرونکو ته د درملو وېشل او د کبانو روزنې برخه کې د روزنیزو سیمینارونو جوړولو دي.»
دغهراز، په کندوز کې د کبانو یو شمېر فارملرونکي د کب غوښې تولیداتو له ډېرېدو خوښي څرګندوي او له حکومتي مسوولینو غواړي څو د کبانو درملو او خوراکي توکو په وېشلو سره له دوی ملاتړ وکړي.
د کبانو یو فارملرونکی حیاتالله په دې اړه وايي: «الحمدالله په کندوز ولایت کې ډېر فارمونه جوړ شوي، زرګونه کسان په کې پر کار بوخت دي، له دولته غواړو چې له فارملرونکو سره همکاري وکړي، درمل او دانه ورته ووېشي.»
په کندوز کې د کبانو یوه فارم کارکوونکی شفیقالله وايي: «موږ خوشحاله یو چې د کار زمینه راته براره شوې ده، الحمدالله زموږ کاروبار ډېر ښه دی، مخکې بېکاره وم او ستونزې مې درلودې.»
هغه له سوداګرو او پانګهوالو وغوښتل څو د دغه ډول فارمونو په جوړولو سره بېکاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کلونو کې د کبانو روزنې فارمونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې او دمګړۍ په دغه ولایت کې څه باندې ۳۰۰ دغه ډول فارمونه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP