ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعید خوستی: رسنۍ د نظام د اصولو په چوکاټ کې ازادې دي

سعید خوستی: رسنۍ د نظام د اصولو په چوکاټ کې ازادې دي

author avatar
4 Sep 2024 - 17:54
سعید خوستی: رسنۍ د نظام د اصولو په چوکاټ کې ازادې دي
author avatar
4 Sep 2024 - 17:54

جلال‌اباد (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ارشد سلاکار قاري سعید خوستی وايي چې رسنۍ د نظام د اصولو په چوکاټ کې ازادې دي او اسلامي امارت د اسلامي او افغاني ارزښتونو ساتلو په رڼا کې د بیان آزادۍ ته ژمن دی.

نوموړي دا څرګندونې نن په جلال‌اباد ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د ختيځو ولایتونو د ولايتي وياندويانو، نشراتو مسوولينو او د خبریالانو ترمنځ د همغږۍ په ناستې وکړې.

د دې ناستې ګډونوالو خبریالانو او د رسنيو مسوولینو دا ډول ناستې د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ د پراختيا لپاره ګټورې وبللې او له مسوولینو يې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

په دغه ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ارشد مشاور قاري سعيد خوستي د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې د بيان ازادۍ او د رسنيو پر خپلواکۍ ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړه: «که چېرته رسنۍ زموږ په سیمه او ګاونډ کې هغه ډول ازادي چې دوی یې زموږ لپاره غواړي هغه ډول ازادې وي، نو موږ به یې هم هغه ډول ازادې پرېږدو؛ رسنۍ ازادې دي، د نظام د اصولو په چوکاټ کې.»

په دغه ناسته کې د سيمه‌ييزو رسنيو مسوولينو او خبریالانو خپلې یو شمېر ستونزې او غوښتنې شریکې کړې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو يې د حل برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په ننګرهار کې د مزل راډيو مسوول شاه‌محمود شینواري وويل، دا ډول ناستې ځکه ګټورې دي چې کېدای شي، اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزه حل شي.

دغه راز، په دغه ولایت کې د حقیقت غږ راډيو مسوول الهام حقیقت وويل چې په دغه ناسته کې د ډېرو ستونزو د حل ژمنې ورسره شوې دي خو ټينګار یې وکړ چې دا ژمنې بايد عملي شي او د دوی ستونزې حل شي.

دغه راز، په یاده ناسته کې ګډونوالو د دولتي ادارو ویاندویانو هم دا ډول ناستې ځکه ګټورې یادې کړې چې په خبره يې د خپلو کاري لایحو څخه خبرېږي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ وياند بختي جان مراد چې دغه ناسته کې برخه وال و، وايي، په دغه ناسته کې د ډېرو ستونزو د حل برخه کې نظرونه شریک شول او راتلونکي کې د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.

د يادولو ده چې پرون هم په جلال‌اباد کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د همدې جوړ شوي سیمینار لومړۍ برخه وه چې یوازې د دولتي ادارو ویاندویانو ته په کې له رسنيو سره د چلند لارې چارې ور وښودل شوې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.