غزنيښار ( پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۳): د غزني ښار اړوند روضې کوتل سیمې ته څېرمه د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک آژانس ته وویل، دغزني ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند روضې کوتل ته څېرمه د دوو موټرو ترمنځ ټکر شوی چې په پایله کې یې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، پېښه نن غرمه مهال رامنځته شوې، مړي او ټپیان د غزني حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه د پېښي لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي بللې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP