ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې یو ځل بیا پر نشه‌يي توکو د روږدو د راټولولو کمپاين پيل شو

ننګرهار کې یو ځل بیا پر نشه‌يي توکو د روږدو د راټولولو کمپاين پيل شو

author avatar
10 Sep 2024 - 17:10
ننګرهار کې یو ځل بیا پر نشه‌يي توکو د روږدو د راټولولو کمپاين پيل شو
author avatar
10 Sep 2024 - 17:10

جلال‌اباد (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار امنیې قوماندانۍ له لوري یو ځل بیا په جلال‌اباد ښار کې د درملنې په موخه پر نشه‌يي توکو د روږدو د راټولولو کمپاين پيل شو.

مسوولين وایي، په ياد کمپاين کې راټولېدونکي روږدي به د درملنې په موخه کابل ته ولېږدول شي.

د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي نن (د وږي ۲۰مه) په همدې تړاو جوړ شوي یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د قوماندانۍ اړوند د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مدیريت له لوري د وړاندې شوې طرحې له مخې، په جلال‌اباد ښار کې له پرون راهیسې د روږدو کسانو د راټولولو کمپاين پيل شوی دی.

هغه زیاته کړه، په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۳۰۰ روږدي کسان راټول شوي چې سبا به هم دا کمپاين دوام وکړي او شاوخوا ۴۰۰ روږدي به تر راټولولو وروسته د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شي.

دی تایيدوي چې په دې وروستيو کې جلال‌اباد ښار کې روږدي کسان ډېر شوي وو چې د واټونو پر سر به ناست وو او کله ناکله به يې له هټۍوالو غلاګانې هم کولې.

هغه زياته کړه، په ننګرهار کې د روږدو کسانو د درملنې موجود ۱۷۰ بستريز روغتون دغه ولایت ته بسنه نه کوي، دوی د ۱۰۰۰ بستريز روغتون د جوړېدو چارې هم پيل کړې دي.

بلخوا، جلال‌اباد ښاريان د روږدو د راټولولو او درملنې دغه کمپاين ګټور ګڼي.

د جلال‌اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند د ډنډغاړې يوه هټۍوال رحیم‌ خان پژواک ته وویل، دغه پروسه بايد دوام وکړي؛ ځکه روږدي کسان ډېر دي، همدا اوس د ښار ډېر هټۍوال له روږدو په تنګ راغلي، هره ورځ ترې غلاګانې کېږي.

مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې د نوي ۱۰۰۰ بستريز روغتون په جوړېدو سره به په ښار کې د روږدو درملنې برخه کې ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.