جلالاباد (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، د افغان ترک لېسو ادارې له لوري د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار د افغان ترک لېسې ابتداییه څانګه هم پرانیستل شوه.
دا څانګه نن د یوې غونډې په ترڅ کې چې د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکو او د افغان ترک لېسو ادارې مسوولینو پکې ګډون کړی و، پرانیستل شوه.
په یاده غونډه کې د ننګرهار د پوهنې رييس مولوي عزيزالله مصطفی وویل چې ترکیې له افغانستان سره د پوهنې ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.
نوموړي د افغان ترک لېسې له ترکي مسوولينو د افغان زدهکوونکو او محصلينو لپاره په فيسونو کې د تخفيف، د شهيدانو، بېوزلو او مستحقو کورنيو ماشومانو لپاره د وړيا زدهکړو زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.
هغه ټینګار وکړ چې د افغان ترک لېسې ښوونيزې څانګې باید ولسواليو ته هم وغځول شي.
بل لور ته، د ترکيې د معارف مسوولينو د پوهنې رياست له همکاریو د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د با کيفيته زدهکړو او خپلو خدماتو پراخولو په موخه به لازمې هڅې تر سره کړي.
د يادولو وړ ده چې اوسمهال ننګرهار کې د افغان ترک لېسه شته چې له څلورم ټولګي وروسته زدهکړو ته په کې زده کوونکي جذبېدل خو تر اوسه یې د لومړنې ښوونځي څانګه نه درلوده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP