ترینکوټ (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): تېره شپه د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې یوې کونډې ښځې خپل ورور په ډزو وژلی دی.
د اروزګان ولایت ویاند ملا اغاولي انعام پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د دهراوود ولسوالۍ په بازار سیمه کې یوې ښځې خپل ورور په دزو وژلی دی.
انعام وویل: «د دې ښځې خاوند څه وخت مخکې د ښځې د ورور لخوا وژل شوی و، اوس یې ښځې د خاوند غچ اخیستو په موخه خپل ورور مخامخ په ډزو وژلی.»
هغه وویل، دغه ښځه د پولیسو له لوري نیول شوې او تر پوښتنو لاندې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن