پلعلم (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): د لوګر کرنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې زرګونو لویو او وړو څارویو ته د پوستکي ناروغۍ «لمپيسکېن» واکسین پیل شو.

د لوګر کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل عبدالبصیر شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا واکسین د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا ۵ زره او پنځه سوه لویو او وړو څارویو ته تطبیقېږي.

شاهد زیاته کړه، یاد واکسین تطبیق چې نن عملا پيل شو تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم د تېر کال په پرتله دلته د غواګانو د پوستکي ناروغي «لمپيسکېن» کمه شوې خو بیا هم په ځینو غواګانو کې د دې ناروغۍ نښې نښانې لیدل شوې دي.

دغه راز، د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر ډاکټر خانشیرین خسرو پژواک ته وويل، د دغه واکسین له عملي کېدو څخه موخه د بېوزله مالدارو لاسنیوی او د غواګانو د پوستکي ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کول دي.

خسرو له مالدارو وغوښتل چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له روغتیايي ډلو سره په خپلو سیمو کې مرسته وکړي، څو ټول څاروي واکسین شي.

همدرانګه د مرکز پلعلم یوه مالدار شفیقالله پژواک ته وویل، لاهم په دغه ولایت کې په څاریو کې لمپيسکېن ناروغۍ لیدل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې په دغه ولایت کې باید ټولو څارویو ته د ناروغیو واکسینونه تطبیق شي.

د یادونې ده، تېر کال هم په لوګر کې زرګونو څارویو ته لمپيسکېن ناروغۍ واکسین تطبیق شوی و.