Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرکټ بورډ: مجیب ځدراڼ د لا ښې درملنې په موخه هند ته ولېږل شو

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ‌اچوونکی مجیب‌ ځدراڼ د لا ښې درملنې په موخه نن هند ته ولېږل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، مجیب ځدراڼ له تېرو څو میاشتو راهیسې ټپي دی، د نوموړي د ښي لاس ګوتو ترمنځ انساج تخریب شوي چې له امله یې نه شي کولی توپ‌اچونه وکړي.

سرچینه زیاتوي چې په همدې موخه د افغانستان کرکټ بورډ له خوا دوه ځلې په متحده عربي اماراتو، یو ځل انګلستان او یو ځل وېسټ‌انډیز کې د نوموړي درملنه ترسره شوه، خو لاهم په بشپړ ډول نه دی رغېدلی او دا ځل د لا ښې درملنې په موخه نن (سه‌شبنه) هندوستان ولېږل شو.

کرکټ بورډ زیاته کړې، په دې هیله چې مجیب ځدراڼ ژر تر ژره روغ او له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ‌وهونکي ابراهیم ځدراڼ د ښنګري عملیات هم پرون په انګلستان کې په بریالیتوب ترسره شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.