جلالاباد (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار امنیتي ځواکونو تېره یوه اونۍ کې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر ۲۱۰ جریب ځمکه کرل شوي د بنګو بوټي له منځه وړي دي.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصير زابلي د تلې په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې قطعې او د خوږياڼو امنیتي منسوبینو په ګډه د دغه ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د بنګو اړولو کمپاین پیل کړی دی.
هغه زياته کړه، په تېره یوه اونۍ کې په دغه کمپاین کې ۲۱۰ جریب ځمکه د بنګو له کښته پاکه شوې ده.
د نوموړي په وينا، د نشهيي توکو د له منځه وړلو دغه کمپاین به په ننګرهار کې تر هغې دوام وکړي څو په دغه ولایت کې د نشهيي توکو کرکېله په بشپړ ډول له منځه لاړه شي.
مسوولین وايي، د نشهيي توکو د اړولو کمپاین ټولو ولسوالیو ته غځول کېږي.
دغه راز، د خوږياڼو یوه اوسېدونکي بازمحمد پژواک ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د نشهيي توکو کښتونو د له منځه وړلو کمپاین پيل شوی دی.
هغه وايي که له کروندګرو سره د سرې او تخمونو برخو کې مرسته وشي نو د نشهيي توکو کښت ته به اړ نه شي.
د یادونې ده، له دې مخکې د ننګرهار په نورو ولسوالیو کې هم د نشهيي توکو کښتونه له منځه وړل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن