غزني ښار (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۳): د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت د درېیمي ناحیې اړوند اربابا سیمې ته غځېدلی سړک خراب دی او دوی پرې د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ دي.
د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ښار په درېیمه ناحیه کې د اربابا سیمې سړک چې د علي لالا، کلایعشرت، رمضان ښارګوټي، سنایي ښارګوټي او قلعهجوز سیمو زرګونه عام خلک، دولتي مامورین، ناروغان او د غزني پوهنتون محصلین پرې تګ راتګ کوي، د دغه سړک د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
د یادې سیمې یو تن اوسېدونکی ادم وايي، دغه سړک د غزني ښار له مهمو سړکونو دی؛ ځکه هره ورځ پرې زرګونه کسان او موټر تګ راتګ کوي.
دغه راز، د غزني پوهنتون یو تن محصل حمیدالله وايي، له ښاره تر پوهنتونه هره ورځ پر دغه لس کیلومتره سړک ځي او راځي چې د خرابوالي له امله یې د دوی وخت ضایع کېږي.
ورته مهال، د غزني ښار یوه بل اوسېدونکي سیدالله وویل: «دغه سړک کې تل اوبه ولاړې وي، موټر پهکې خرابېږي او درېچرخې پهکې چپه کېږي.»
دوی له حکومته غوښتنه کوي چې هر څه ژر دې د دغه سړک د جوړېدو چارې پیل کړي.
خو بل لور ته، د دغه ولایت ځايي مسوولین وايي، د خلکو ستونزې یې درک کړي او د یاد سړک جوړېدل ورته لومړيتوب لري.
د غزني ښاروالۍ ویاند عبدالولي جلالزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه سړک په اوږدو کې په غیرقانوني ډول جوړې شوې یو شمېر هټۍ، ګدامونه، سرایونه او شخصي ملکیتونه شته چې د سړک د جوړېدو پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلي.
هغه زیاته کړه: «سږ کال موږ دغه سړک په پلان کې نیولی چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) هم را سره ژمنه کړې او ژر به یې کار شروع شي چې په معیاري او سټنډرډ ډول به ورغول شي او دې سره به د یادې سېمې د اوسېدونکو ستونزې په بشپړ ډول حل شي.»
د یادونې ده چې غزني کې د ښار د اړوند سیمو سړکونه او د یو شمېر ولسوالیو لویې لارې هم د بېلابېلو عواملو له امله ویجاړې شوې چې بیارغونې ته اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP