کندهار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): د هېواد شمالي ولایتونو یو شمېر قومي مشران د یووالي ټینګښت په موخه سوېلي ولایتونو ته تللي او هلته یې په دې اړه له خلکو سره لیدنې کړې دي.
د شمال د څلورو ولایتونو بغلان، کندوز، تخار او بدخشان لسګونه قومي مشران لومړی زابل ولایت ته ولاړل او نن کندهار ولایت رسېدلي او ټاکل شوې چې نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.
د یادو قومي مشرانو له ډلې د بغلان د ډنډغوري ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي ښایستهګل پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی دغه سفر په دې موخه پیل کړی څو خلکو ته دا پیغام ورکړي چې افغانان یوموټی او سره وروڼه دي.
هغه زیاته کړه: «زموږ هدف دا دی چې خلکو ته وښيو چې موږ ټول قومونه او د ټولو ولایتونو اوسېدونکي سره یو یو او ستونزې به هم په ګډه حلوو، له خلکو سره به وینو، نظریات به سره تبادله کوو چې څنګه خپلې ټولنې ته پرمختګ ورکړو.»
د بغلان یو بل اوسېدونکی مولوي عبدالقیوم هم وایي، دا چې اوس مهال په هېواد کې امن دی نو دوی هم غواړي چې تر نورو ولایتونو پورې ولاړ شي او خلکو ته دا څرګنده کړي چې د شمالي، جنوبي او نورو ټولو ولایتونو اوسېدونکي یو له بل سره ښه راشه درشه لري او ترمنځ یې هیڅ ډول ستونزه نشته.
د کندهار یوه قومي مشر ملا اسدالله په دې اړه وایي: «دغه قومي مشران چې راغلي، موږ ولاړو سپین بولدک ته، هلته مو د دوو کورنیو ترمنځ د کلونو دښمني په دوستۍ بدله کړه او جوړه یې وشوه، نو له دې وروسته بیا ځو هلمند او اروزګان ته.»
قومي مشران دا ډول سفرونه د یووالي او اتفاق لپاره ډېر ګټور بولي او وایي، دا د افغانانو دود دی چې ستونزې د قومي مشرانو پر مټ هواروي، یو د بل سیمو ته ورځي او هر کار د مخورو په مشوره ترسره کوي.
د زابل یوه قومي مشر محمدهاشم مرغوال په دې اړه وایي: «د قومي مشرانو تګ راتګ زموږ د مشرانو لکه حاجي میرویس خان نیکه، احمدشاه بابا او نورو پر پل تګ دی، نن موږ راغلي یو د حاجي میرویس خان نیکه زیارت ته، نو دا د دې څرګندونه کوي چې موږ د دوی پر لاره ځو او خپل یووالی به ټینګ ساتو.»
د یادونې ده، یوه اونۍ مخکې له کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو هم لسګونه قومي مشرانو یادو څلورو ولایتونو ته سفرونه کړي وو او هلته یې له نورو قومي مشرانو او سیمهییزو اوسېدونکو سره لیدنې کړې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP