ژبه

ځدراڼ: د کابل د تېرې ورځې چاودنې د چاودېدونکو توکو لېږدوونکی په ټپي حالت کې نیول شوی

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د سینمای‌پامیر په سیمه کې د تېرې ورځې د چاودنې د چاودېدونکو توکو لېږدوونکی کس – چې له امله یې۱۱ تنه ټپیان او یو ماشوم وژل شوی - په ټپي حالت کې نیول شوی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره ورځ د کابل ښار د سینما پامیر په ساحه کې د هغو چاودېدونکو توکو له امله چاودنه رامنځته شوې وه کوم چې په یوه کڅوړه کې د یو تن له خوا لېږدول کېدل.»</p>

<p style="text-align: justify;">هغه وویل چې په دغه چاودنه کې یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">ځدراڼ وایي، د یادو چاودېدونکو توکو لېږدوونکی کس د امنیتي ځواکونو له خوا په ټپي حالت کې نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي تر څو په پېښه کې ټول ښکېل کسان معلوم او د قانون منګولو ته وسپارل شي.</p>

ورته موضوع