Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې ۸۸۰۰ لېتره مایع او ۲۰۰ کیلوګرامه جامد کېمیاوي توکي کشف او ترلاسه شوي

خوست‌ښار (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۳): د خوست امنیه قومانداني وایي، د دغه ولايت په ګمرک کې یې ۸۸۰۰ لېتره مایع او ۲۰۰ کيلوګرامه جامد کېمياوي توکي چې د نشه‌یي توکو په جوړېدو کې ترې کار اخیستل کېږي، کشف او ترلاسه کړي دي.

د خوست امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په ترلاسه شوو مایع او جامد کیمیاوي موادو کې اسټيون، ټوليين او کلورایډ شامل دي.

سرچينې لیکلی، له لابراتواري معایناتو وروسته څرګنده شوه چې دغه مواد د نشه‌يي توکو په تېره بیا د شیشې او هیرویینو په پروسس کې کارول کېږي او هڅه کېده چې د هېواد نورو ولايتونو ته ولېږدول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.