Language

کرکټ بورډ له زمبابوې سره د ټېسټ لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لپاره د حشمت‌الله شهیدي په لوبډل‌مشرۍ د کرکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، غوراوي کمېټې د زمبابوې پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لپاره د لوبغاړو ۱۸ کسیزه نوملړ اعلان کړ.

 په دغه نوملړ کې حشمت‌الله شهیدي لوبډل‌مشر، رحمت‌شاه مرستیال لوبډل‌مشر، افسر ځاځی او اکرام علي‌خېل وېکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، بهیرشاه محبوب، صدیق اتل، عصمت عالم، عظمت‌الله عمرزی، ضیاء اکبر، زاهد شهزاد، راشدخان، ظاهرخان، یمین احمدزی، بشیر احمد، فرید ملک او نوید ځدراڼ شامل دي.

په نوملړ کې ناصر جمال، ضیاء‌الرحمن شریفي او ابراهیم عبدالرحیمزی د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.

افغان ملي لوبډله به له زمبابوې سره لومړۍ تېسټ لوبه د روانې ډسمبر میاشتې له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې پورې او دویمه ټېسټ لوبه بیا د راتلونکي ۲۰۲۵ میلادي کال د جنوري میاشتې له دویمې تر شپږمې نېټې پورې ترسره کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې اوسمهال په زمبابوې کې ده، له یادې لوبډلې یې د شل‌اووریزو لوبو لړۍ ګټلې او ټاکل شوې سبا د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې، یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل شي چې له هغه وروسته به بیا دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.