Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بریتانیا کې درې افغانان د انساني قاچاق په تور نیول شوي

کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳): بریتانوي چارواکو ویلي، هغه درې افغانان یې نیولي چې په بلجیم کې د انسانانو د قاچاق د یوې شبکې پر غړیتوب تورن وو.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د بلجیم په انتورپ کې یوې محکمې تېره میاشت نیول شوي یاد درې واړه او ۲۰ نور کسان د انسانانو د قاچاقو په تور پر دوو او ۱۸ کلونو بند محکوم کړل؛ دوی په محکمه کې نه وو، په غیاب کې محکوم شوي دي.

راپور کې راغلي چې یاد درې افغانان زیارمل خان، ذیشان او سیف‌الرحمن احمدزی نومېږي، ۲۴، ۲۰ او ۲۳ کلن دي او د روانې ډسمبر میاشتې د شپږمې او ۳۰مې نېټو ترمنځ ورځو کې نیول شوي دي.

د محکمې د پرېکړې پر اساس، احمدزی د لسو کلونو پر بند او دوه نور پر درې - درې کاله بند او ۳۰۰۰ یورو نغدي جریمه محکوم شوي دي.

د بلجیم څارنوالانو ویلي،  دغو کسانو له افغانستانه انسانان ایران او ترکیې او بیا یې له هغه ځایه اروپا، په ځانګړي ډول فرانسې او بلجیم ته قاچاق کول.

راپور زیاتوي چې دا خلک په کوچنیو کښتیو کې د مانش کانال له لارې له فرانسې برېتانیا ته انتقالېدل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.