<p style="text-align: justify;">غزنيښار (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپيان شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د غزني ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوه ویډز موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">هغه وویل چې په دغه پېښه کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي او ټپیان د درملنې په موخه د غزني ملکی روغتون ته لېږدول شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;"></p>