پلعلم (پژواک، ۱۵ مرغومي ۱۴۰۳): د لوګر سیمهییز مسوولین وایي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري تازه پلعلم کې د استوګنې کورونو ته د نوري فایبر انټرنېټ د ليږد پروژه منظور شوې او ډير ژر به یې عملي بهیر پيل شي.

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي مطیعالله عابد پژواک ته وویل، پلعلم ښاریانو ته د غوره انټرنېټ رسولو په موخه د نوري فایبر انټرنټ مزو لېږد پروژه منظور شوې ده.

هغه وايي چې دغه پروژه به د افغان ټلي کام شرکت له لوري د پل علم ښار په شپږو ناحیو کې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړه شي.

نوموړي زیاته کړه، یاد شرکت به د پلعلم ښار په داخل کې څه باندې ۱۱ زره متره د نوري فایبر لین وغځوي او زرګونه کورنۍ به د نوري فایبر له انټرنېټ سره وصل شي.

عابد همدارنګه وویل، هڅه کوي له مرکز پل علم وروسته نږدې ولسوالیو محمداغه، خوښۍ او برهکی برک ته د نوري فایبر انټرنېټ مزي وغځوي.

دغهراز، د پل علم ښار یوه اوسیدونکي محمداجان پژواک ته وویل، خوښ دی چې د نوري فایبر انټرنیټي شبکې له لارې د استوګنې کورونو او دفترونو ته د انټرنېټ د لیږد بهیر پيلیږي.

نوموړی ټینګار کوي چې یاده پروژه دې له ښار وروسته کلیوالو سیمو او ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د یادونې وړ ده چې د نوري فایبر شبکه شاوخوا لس کاله وړاندې په لوګر ولایت کې پرانیستل شوې خو تر اوسه یې دفترونو او د استوګنې کورونو ته یې انټرنیټ نه دی نښلول شوی.