Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د یوې ترافیکي له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

فیض‌اباد (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۳ ): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د ارګو ولسوالۍ مربوطاتو کې د یوه موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیر قاري ګلبدین سهیل وايي چې نن سهار د ارګو ولسوالۍ د هزاره بیدک کلي ساحه کې یو سراچه موټر چپه شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، په یاده پېښه کې دوه کسان مړه او د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

هغه د یادې پېښې د لامل په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې ټپیان د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.