کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د افغانستان تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه درې میلیون هکټارو ته رسېږي چې له دې جملې ۲،۱ میلیون هکټاره اوبیزه او ۹۱۷ زره هکټاره یې للمي ده.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست عبدالقاهر حاجي ادریس نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې دغې ادارې خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه په دې وروستیو کې خپلو ولایتي ریاستونو ته د تابعیت تذکرو د ځینې اصلاحي خدمتونو صلاحیتونه ورکړي دي.
هغه وايي چې له دې سره به د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي او پر خپل وخت به اړوند خدمتونه ورته وړاندې کېږي.
دی وايي، د دغو صلاحیتونو د ورکړې له وخته بیا د تېرې سلواغې میاشتې تر ۲۰مې نږدې ۳۰ زره کسانو ته اړوند خدمتونه وړاندې شوي دي.
هغه وویل چې په دې صلاحیتونو کې په عین شهرت د تکراري تذکرو لغوه کول، د عمر اصلاح (تر ۱۸ کلنۍ درې کاله او له هغه پورته دوه کاله)، د املایي تېروتنو اصلاح، د تخلص درج، حذف یا اصلاح او د مختاړي او وروستاړي حذف یا اضافه کول شامل دي.
هغه زیاته کړه، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په دې وروستیو کې خلکو ته د لا ډېرې اسانتیا په موخه د انلاین نوبت اخیستلو سیسټم جوړ کړی چې خلکو ته یې بېسارې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
دی زیاتوي، د دغه سیسټم له فعالېدو سره اوس خلک کولای شي د هېواد له هرګوټ څخه په انلاین بڼه د خپلې ستونزې د حل لپاره نوملیکنه وکړي او سیسټم ورته نوبت او نېټه ټاکي.
د هغه په خبره، د دغه سیسټم له فعالېدو سره اوس خلک اړ نه دي چې یو ځل د نوبت اخیستلو او بیا د خپلې ستونزې د حل په موخه مرکزي ادارې ته مراجعه وکړي.
د هغه په وینا، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې همدارنګه روان ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې په مرکز کابل او ولایتونو کې د ۳۷،۸ میلیون افغانیو په ارزښت ۴۹ پراختیايي پروژې پلان کړي چې له هغې ډلې د ۳۷ پروژو چارې بشپړې شوي او پاتې نورې به هم د روان کال تر پایه بشپړې شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د مراجعینو لپاره د سایبانونو جوړول، د ولایتي ریاستونو د احاطې دېوالونه، د برېښنايي پېژندپاڼو او اسانخدمت مرکزونو د ترمیم او یو شمېرې نورې پروژې شاملې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال مولوي محمدنبي نصرت وویل، یادې ادارې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان په کچه نږدې دوه میلیون کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې او همدارنګه څه باندې ۱۲۳ زره کسانو ته یې د پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه وړاندې کړي دي.
دي وایي، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیله تر اوسه د افغانستان په کچه ۱۵ میلیون او ۳۳۰ زره وګړو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي چې له ډلې یې نهه میلیون او ۳۰۷ زره یې نارینه او شپږ میلیون او ۲۱ زره یې ښځینه دي.
هغه زیاته کړه، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې تر اوسه پورې نهه میلیون او ۲۷۱ زره وګړو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
دی زیاتوي، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي پېژندپاڼو ترڅنګ خلکو ته د کاغذي پېژندپاڼو او زېږون کارتونو اړوند خدمتونه هم په ښه ډول وړاندې کړې دي.
دی وايي، د کابل په سرای شمالي کمپلېکس کې نږدې ۶۱۱ زره کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمات، د نوو او مسثنی پېژندپاڼو وېش، د زېږون کارتونو او مړینو پارچو وېش خدمتونه وړاندې کړي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د احصایې مسلکي مرستیال عصمتالله حکیمي وویل، د روان لمریز کال په تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان د وارداتو کچه ۸،۶ میلیارد ډالره او د صادراتو کچه ۱،۳ میلیارد ډالر وه.
دی وايي، په صادراتي توکو کې ممیز، انځر، اینجه او د ډبرو سکاره شامل دي چې پاکستان، هندوستان، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او ایران ته صادر شوي دي.
هغه زیاته کړه، یاده موده کې افغانستان ته له ایران، پاکستان، چین، متحده عربي امارات او ازبکستانه واردات شوي خو نوموړي د وارداتي توکو نومونه یاد نه کړل.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جغرافیوي معلوماتو عمومي رییس انجنیر عبدالمتین سالک وویل، دغې ادارې له ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ په ګټې اخیستو او د سپوږمکیزو انځورونو د ارزونې پرمټ د ټول هېواد په کچه د تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړي چې اوبیزې او للمي ځمکې په کې شاملېږي.
دی وايي، په ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه درې میلیون هکټارو ته رسېږي چې له دې جملې ۲،۱ میلیون هکټاره اوبیزه او ۹۱۷ زره هکټاره للمي ځمکه ده.
هغه زیاته کړه، د دې ادارې موندنې ښيي چې د تر کښت لاندې پر ۲،۱۲ میلیون هکټار ځمکه غنم کرل شوي چې ۱،۳۸ میلیون هکټاره یې اوبیز او ۷۳۶ زره هکټاره یې للمي دي.
دی زیاتوي، د هېواد تر ټولو ډېر اوبیز غنم په هلمند، کندهار، فراه او کندز ولایتونو کې او تر ټولو ډېر للمي غنم په تخار، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې کرل شوي چې د تولید کچه یې نږدې ۴،۸۳ میلیون مټریک ټنو ته رسېږي.
د هغه په خبره، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د وریجو تر کښت لاندې سیمې هم اټکل کړي چې د دغه اټکل له مخې، د هېواد د ۱۷ ولایتونو په ۱۲۹،۲ زره هکټاره ځمکه باندې وریجې کرل شوې دي او ارقام ښيي چې روان لمریز کال ۴۳۸ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې دي.
د هغه په وینا، تر ټولو ډېرې ۱۳۰ زره مټریک ټنه وریجې په کندز ولایت کې تولید شوې دي.
سالک دغه راز وویل، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په لومړي ځل له ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ په ګټه اخیستو د هېواد د پنبې تر کښت لاندې سیمې هم اټکل کړي او ارقام ښيي چې روان کال په ټول هېواد کې په ۱۰۵ زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې چې نږدې ۱۵۹ زره مټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه شوی.
دی وايي، تر ټولو ډېره پنبه په هلمند، بلخ، کندهار او جوزجان ولایتونو کې کرل شوې ده او یوازې تېر کال د ۲۷۳ میلیون ډالرو په ارزښت پنبه او پنبهدانه له هېواده بهر صادره شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP