پلعلم (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۳): د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې د څلورو کلپونو د لسګونو لوبغاړو ترمنځ د رمضان جام تر نامه لاندې د کانګفو سیالۍ ترسره شوې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر مزمل نعیمزي پژواک ته وویل چې درې ورځې مخکې په مرکز پلعلم کې د څلورو کلپونو د لسګونو لوبغاړو ترمنځ د رمضان جام تر نامه لاندې د کانګفو سیالۍ پيل او نن پای ته ورسېدې.

ده وویل، د یادو سیالیو په پایله کې د محمداغې ولسوالۍ کانګفو کلپ لومړی او د مولانا یعقوب څرخې کانګفو کلپ دویم مقام ترلاسه کړ.

د هغه په وینا، د یادو سیالیو د ترسراوي موخه د کانګفو ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او هغمږي رامنځته کول وو.

دغهراز، د یادو سیالیو یوه ورزشکار احمدولي اشرفي پژواک ته وویل، د دا ډول سیالیو جوړېدل د کانګفو ورزش د پراختیا لپاره خورا مهم دي.

نوموړي له بدني روزنې او ورزش فدراسیون څخه وغوښتل چې ورته سیالۍ دې د څو ولایتونو په کچه جوړې کړې او ورزشکارانو ته دې د کانګفو برخه کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ کړي.

د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۵۴ غوره لوبغاړو ترمنځ د رمضان جام په نوم د سوک وهنې یو ورځنۍ سیالۍ جوړې شوې وې.