Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نړیوال اقتصادي بحران کی د ولسمشر پوتین ستراتيژي
نړیوال اقتصادي بحران کی د ولسمشر پوتین ستراتيژي

د انتظار خادم لیکنه | اواز کالم

موږ د سیاست او اقتصاد په عجایبو کی اوسیږو. ۲۰۲۴ کال کې روسانو ۳،۴ سلنه اقتصادي وده کړی، په داسی حال کی چی  (جی ۲۰) هیوادونو په ټوله کی ۱،۵ سلنه پرمختګ کړی. روسانو د شوروي راپاتی هیواد، د غرب سره په جګړه اخته، په داسی حال کی چې تر ننه د ۲۸۰۰۰ څخه ډېرو اقتصادي تعزیراتو سره مقابله کوي، بیا هم بحران مدیریت او نړۍ یی د پرمختګ شاهده ده.

د ۲۰۲۵ کال د اپریل میاشتی د تحقیق په اساس، روسي کرنسی روبل نه یواځي د نړۍ د ټولو کرنسیو په مقابل کی تر ټولو غوره کرنسي ثابته شوه چی لږ تر لږه یی د ډالر په مقابل کی ۳۸ پوینتونه ډیر ګټلی، حتی د سرو زرو نه یی هم د ثبات پروسه بهتره ده.

اقتصاد پوهان وړاندیز کوي چې د اقتصادي محتملو خاطراتو په وخت کی باید سرو زرو ته پنا ویوړل شي، ځکه سره زر همیشه د هیوادونو د کرنسي بدیل او د کرنسیو اهمیت د زر بدیل په اساس تعین کیږي. په اوسنۍ اقتصادي بحراني نړۍ کی حتی طلا هم څو ځل پورته ښکته شوه چې د نړۍ په مختلفو بازارونو کې یې تشویشونه پیدا کړل مګر روبل ثابته ده.

ولې؟

د دې سوال جواب څو اړخونه لري.‌ له یوی خوا، د پوتین بی ساری رهبری، د جنګ په دوران کی سړه سینه، واشنګټن کی د سیاستونو تغیر ته منظم انتظار، د ناټو او اروپا په وړاندې لویه حوصله، اسیا کې د صادراتو او وارداتو لپاره بدیل مارکیتونه پیدا کول، د شمالي کوریا، چین، عربی اماراتو، سعودي عربستان، ایران…. او نورو هیوادنو سره په جلا جلا نظم او محاسبو هر اړخیز ستراتيژیک تړونونه ( Comprehensive Strategic Partnership) لاسلیک کول چې په سختو حالاتو کی به د یوه بل ملاتړ د سر په بدله هم کوي.

بل ابتکار یی د بریکس اتحاد جوړول، هغوی ته مسیر ورکول، نقش ورکول، ارزښت ورکول، په بدیلې نړیوالی کرنسي غږیدل او د دی هیوادونو د مشرانو سره شخصي خوږی اړیکول جوړول دی چی روسان یې د غرب په وړاندې غښتلي کړل.

بل دلیل یی ممکن د عجیب او غریب ولسمشر ټرمپ په مزاج پوهیدل وي چی نه یواځې ټرمپ، د پوتین لپاره، خپل نږدی ملګری زیلنسکی هیر او توهین کړ، بلکی پوتین یی وستایه، د خبرو لپاره یی ورته عاجل خپل استازی تعین کړل، د روسانو په وړاندې یی تعزیرات سست کړل او حتی دا چې په روسانو یی تعرفی هم زیاتې نه کړې.

پوتین په پوره مهارت د مالي پالیسی له مخی روبل کنترول کړه او سره ددی چې غرب او اسیایی هیوادونو سره یی په روبل سوداګریزي معاملی نه کولی، بیا یی هم د  روبل اهمیت برقرار وساته. پوتین خپلې دولتي اداری تر څار لاندی ونیولی او مجبورې یی کړی چې داسی عملی اقتصادي نوښتونه وکړي چې نه یواځی عام روسان تر اقتصادي فشار لاندی رانشی، بلکی دا بحران په فرصت بدل کړی او د اوږدمهال لپاره ټول اقتصادي فشارونه له منځه لاړ او یا کم شي.

حتی ولسمشر ټرمپ نړۍ او خپل نږدی شریک اروپایی هیوادونو ته اخطار ورکړل چی یا به زموږ اجناس او خدمتونه، په مشخص ډول تکنالوجیکي خدمتونه لکه د ایلان ماسک د سټار لینګ تکنالوجی اخلي او یا د چین.

نوموړی وویل چی نور داسی نه کیږي چې د ناټو تاوان به زه ورکوم، د اروپا امینت به زه ساتم، مګر نه به امریکا سره د اروپا دوستي معلومه وي او نه دښمني.‌

نوموړي اورپایانو ته ۹۰ ورځي ورکړی چی د خپل برخلیک او راتلونکي اقتصاد په اړه ژور فکر وکړي او د چین او امریکا تر منځ انتخاب وکړي.

دا اقتصادي اخطار کټ مټ د ولسمشر بش د ۲۰۰۱ کال هغه اخطار ته ورته وو چې نړۍ ته یی وویل چی یا به زموږ په صف کی ودریږي، او یا د بش په اصطلاح، د ترورستانو سره چې نړۍ مجبورا د امریکا صف ته راغله. دا ځل مجبورا، بیا باید اروپا د امریکا غوښتنی ته سر ټیټ کړی کنه لویه نړیواله اقتصادي نزاع رامنځته کیدای شي.‌ ترمپ که د اروپا سره داسی رویه کولی شي، څنګه کیدای شي، پوتین یی له ازاره خوندي پاتي شي؟‌

د دې سره سره چې ټرمپ داسی د غیر معمول مزاج خاوند انسان دی، ولسمشر پوتین یی د ګوزاره، غصی او عقدی نه مصون دی، او همدا سبب دی چی هم روسان، هم روبل او هم یی د اکراین سره جګړه ددوی په ګټه، تمامیدونکی ده مګر دا چې بیا ځل د نړۍ محاسبات د بنیاد څخه بدل شي.‌

نړیوال سیاستونه او په کور دننه رهبری د ټرمپ کتاب ( د معاملو هنر) او یا د چینایی سنزو کتاب ( د جګړو هنر) ته ورته دی. په ملي سیاستونو کی نن نه بلکی راتلونکی کال او راتلونکی لسیزي ته کتل په کار وي.‌ ساړه ماغزه، ستراتيژیک فکر، هر اړخیزه ملي پالیسي او پراخ صبر د ملي سیاستونو څرنګوالی جوړوي، چې د پوتین نقش یی ښه بیلګه جوړیدای شي.‌ امید دی چې د نړۍ مشران د پوتین څخه زده کړه وکړي او خپل ملتونه نور هم سوکاله کړي.

پای.

د انتظار خادم دا لیکنه د اواز کالم د لړۍ په سلسله کې خپروه شوه.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.