کابل (پژواک، ۳ غبرګولي ۱۴۰۴): د اطلاع رسونې بهیر د چټکتیا او فعالیتونو د ښه انعکاس په موخه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز لخوا د ٤٧ دولتي ادارو ویندویانو او مطبوعاتي ټیمونو د مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ورکشاپ نن (د غبرګولي درېیمه) پیل او د غبرګولي تر ۷مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، مولوي نعیم الحق حقاني هراتي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویاندویانو ته په خطاب کې ویلي: «دا ورکشاپ د تاسو په غوښتنه او د مشرانو په لارښوونه جوړ شوی چې د پنځو ورځو جریان کې به د اسلامي امارت مهم فرهنګي شخصیتونه د پالېسۍ او د کاردان او مشعل پوهنتون استادان د نشراتي او مطبوعاتي چارو د لا ښه والي په موخه ګټور لېکچرونه ورکړي.»
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال،حشمت الله ناصري د روزنیز ورکشاپ د جوړښت او محتوا په اړه معلومات وړاندې کړل او له ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل ترڅو په دغه ورکشاپ کې فعاله ونډه واخلي او د ورکشاپ له محتوا څخه په ورزنیزو چارو کې پوره ګټه پورته کړي.
د رسنیو مرکز لیکلي، تمه ده چې د یاد روزنیز ورکشاپ نه په استفادې سره به کې راغلي، ویندویان او مطبوعاتي مسئولین د اطلاعرسونې بهیر د چټکتیا، د لاسته راوړنو او فعالیتونو د ښه انعکاس، د عامه ذهنیت د مدیریت، له رسنیو سره د مسلکي اړیکو او پر وخت دمعلوماتو برخه کې لا زیات مهارتونه تر لاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP