کندهار (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د کندهار سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ۴۲۳ میلیون افغلنیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه پروژه د کندهار ښار دوولسمې ناحیې اړوند سیمه کې پلې شوې چې چارې یې د پخواني حکومت پرمهال پیل شوې وې، خو د ځینوستونزو له امله نیمګړې پاتې وې او اوس یې چارې د اسلامي امارت له لورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کندهار د اوبو رسولو ادارې مرستیال انجنیر نیاز محمد نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل چې یاده پروژه د پنځه زره کورنیو لپاره ده چې تر دې دمه ۴ زره میټرونه توضیح شوي او پاتې کورنیو ته به هم هغه مهال اوبه ورسول شي چې میټرونه ورته ورکړل شي.
هغه وویل، دغه پروژه د کندهار ښار د دولسمې ناحیې د خلکو د څښاک د اوبو ستونزې د حل لپاره عملي شوې ده چې چارې یې د شاوخوا یوه کال په موده کې بشپړې شوې.
د هغه په وینا، تر دې دمه ۱۰۹ کیلومتره پایپونه غځول شوي او د پروژې ټول لګښت ۴۲۳ میلیونه افغانۍ دی، چې د اوبو رسولو ادارې له لوري تمویل شوی دی.
ده زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چي خلکو ته اوبه ورسوو او د هغو تجارتي برمو مخه ونیسو چې کندهار ښار کې له ځمکې څخه هره ورځ تر۱۵۰ انچه پورې اوبه راکاږي. که دا کار همداسي دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کاله پورې به کندهار د افغانستان تر ټولو وچ ښار شي.»
د دولسمې ناحیې یو اوسېدونکی سیدمحمد وایي: «پخوا به مو د اوبو لپاره ټانکرونه رانیول، هر ځل به مو اته سوه تر زر افغانۍ پرې ورکولې، خو اوس پاکې اوبه زموږ تر کور را رسېږي چې موږ له لويي ستونزي خلاص شوي یو.»
د سیمې یو بل اوسېدونکی مبارک شاه هم وایي، خوښ دی چې په سیمه کې یې د اوبو دغه شبکه جوړه شوه او ورسره به د خلکو ستونزې حل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP