Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د دېوال نړېدو پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

جلال‌اباد (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه دېوال نړېدو له امله دوو کارګرانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د بیس اکمالاتي ساحه کې شوې ده.

سرچينې لیکلي، پېښه هغه مهال را منځته شوې چې کارګران پر کار بوخت وو او دېوال پرې را نړېدلی او دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د پېښې د قربانیان ‎له ډلې یو یې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ او بل د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.