کندهار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالۍ د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یواېنډيپي) په مالي ملاتړ د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت دوه چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یاد ریاست ویاند محمدحنیف حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې یو چکډیم د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د غوماشي پر مانده جوړ شوی چې د اوبو زېرمه کولو له لارې به د سیمې کروندګرو او مالدارانو ته د اوبو مهمه سرچینه وي.
د نوموړي په وینا، دغه چکډیم ۵۶ متره اوږدوالی، ۱۲ متره ارتفاع او ۱۲ متره پراخوالی لري او ۵۰ زره متره مکعبه اوبه زېرمه کولای شي.
د کرنې ریاست مسوولین وايي چې په خاکرېز ولسوالۍ کې یو بل چکډیم هم د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
د کرنې ریاست ویاند وویل، دغه چکډیم ۱۳۵ متره اوږد، ۱۳ متره لوړ او ۷۶ متره پراخ دی چې تر ۷۰ زره متره مکعب زیاتي اوبه پکې زېرمه کېدای شي.
هغه زیاتوي چې دغه چکډیمونه د دوه میاشتو په موده کې جوړ شوي او د د جوړېدو په جریان کې یې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP