Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د بادامو حاصلات ډېرېدل؛ سوداګر او بڼوال: د صادراتو له کمېدو سره د دغه محصول بیه ټیټه شوې

اېبک (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۴): د سمنګان د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت د بادامو حاصلات د تېر کال په نسبت پنځه سلنه ډېر شوي خو د سوداګرو او بڼوالو په خبره چې د صادراتو له کمېدو سره د دغه محصول بیه ټیټه شوې ده.

د سمنګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر انجینر خلیل کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه ډېر شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «څو عمده لاملونه دي چې د بادامو د حاصلاتو ډېرېدو لامل شوي، له دې ډلې د موسمي بارانونو کموالی یادولی شو چې د ناروغیو او افتونو کچه یې راټیټه کړې او دغه‌راز، په تېرو کلونو کې یو شمېر بڼوالو د بادامو ونې پرې کړې وې او پر ځای یې د انجې بوټي کرنې ته مخه کړې وه خو سږ کال د انجې د بیې ټیټېدو له امله ډېرو بېرته د بادامو ونو پالنې ته مخه کړې ده.»

د کریمي په وینا، سمنګان کې د بادامو شاوخوا ۶۷۰۰ هکټاره باغونه دي چې سږ کال ترې ټول ۲۳۹۴ ټنه بادام ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه اندازه ۲۲۸۰ ټنه وه.

هغه څرګنده کړه چې د سمنګان بادام نه یوازې د هېواد بېلابېلو ولایتونو، بلکې ځینو اسیایي او اروپایي هېوادونو ته هم صادرېږي.

بلخوا، د بادامو د مناسب بازار نشتون د بڼوالو اندېښنه لا زیاته کړې او هغوی د سمنګان د مشهورو محصولاتو راتلونکي ته اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې د بادامو لپاره بازار پیدا کړي.

سمنګان کې د بادامو یو سیمه‌ییز سوداګر محمود وايي: «له بده مرغه سږ کال د بادامو بیه د تېرو کلونو په پرتله ډېره ټیټه شوې ده.»

هغه څرګنده کړه چې تېر کال یو من ستاربايي بادام په ۵۵۰۰ افغانۍ او یو من شکوربايي بادام په ۲۲۰۰ افغانۍ پلورل کېدل، خو سږ کال ستاربایي بادام څلور زره او شکربايي بادام په ۱۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې نورو هېوادونو ته د یاد ولایت د بادامو صادرات ډېر کم شوي او د دغه محصول صادراتو ته ډېره پاملرنه نه کېږي.

هغه له حکومته غواړي چې په یاد ولایت کې دې له بڼوالو او سوداګرو ملاتړ وشي او دغه کرنیز محصول ته دې د صادراتو او د هغو د بیو لوړېدو زمینه برابره کړي.

د مرکز ایبک د دلخکي کلي یوه بڼوال نقیب‌الله هم وویل چې «مروج» بادام یې د پلور لپاره بازار ته راوړي، خو څوک یې پېرلو ته زړه نه ښه کوي. هغه زیاته کړه: «د سږ کال بادام چندان بیې نه ‌لري. حکومت یې باید د صادراتو او بیو لوړېدو زمینه برابره کړي څو موږ بیا کار ته زړه ښه کړو.»

ورته مهال، د سمنګان د صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالخالق مبارز وویل چې د دغه ولایت په بازارونو کې د بادام پېر او پلور جریان لري، خو ځیني بڼوال بادام له ښه وچولو پرته بازار ته راوړي چې دغه کار یې د کیفیت او ان د بیو ټیټېدو لامل هم ګرځي.

هغه وویل: «ځیني بڼوال د خپلو بڼوڼو بادام له ونو راشکوي او پرته له دې چې ښه یې وچ کړي، د پلور لپاره یې بازار ته راوړي. دغه ډول بادام کم‌کیفیت لري او همدا موضوع کولای شي د دغه محصول د بیو ټیټېدو له لاملونو څخه وي.»

د مسوولینو او بڼوالو په وینا، د سمنګان مشهور بادام «ستاربايي»، «شکوربایي»، «غفاربایي»، «مروج» و «سنګک» دي چې له دې ډلې ستاربايي او شکوربايي بادام نړۍوال شهرت او لوړ کیفیت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.