شبرغان (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۴): د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې سلګونو بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم وېشلو خبر ورکوي.
د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ذبیحالله خیراندیش پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتېدو په موخه نن (یکشنبه) د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار او خواجهدوکو، منګجیک او خانقاه ولسوالیو کې نږې ۱۰۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم ووېشل شو.
د هغه په خبره، هر بزګر ته یوه ۵۰ کیلوګرامه بورۍ د غنمو تخم ووېشل شو خو د حاصلاتو له راټولولو وروسته هر بزګر مکلف دی چې یوه ۵۰ کیلويي بورۍ غنم بېرته کرنې ریاست ته ورکړي، څو راتلونکی کال نورو کروندګرو ته هم ووېشل شي.
بلخوا، هغه بزګران چې تخم یې ترلاسه کړی، دغه چاره د حاصلاتو د کچې په لوړېدو او کیفیت ښه کېدو کې اغېزناکه بولي او په راتلونکي کې د دغه ډول پرواګرامونو د دوام غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP