ژبه

بادغیس کې پر کښتونو د غنم‌خوړونکو حشرو يرغل؛ د مخنیوي هڅې يې روانې دي

توسط نسرین سیدی

مې 26, 2026 - 3:31 pm

Views: 14

قلعه‌نو (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۵): بادغیس کې یو شمېر بزګران په کروندو او باغونو کې د غنم‌خوړونکو حشرو (کفشک) پيدا کېدو اندېښمن کړي خو د کرنې ریاست وایي چې تر اوسه یې ۸۰۰ جریب کرنیزه ځمکه له دغه افته پاکه کړې او د مخنيوي لړۍ يې روانه ده.

د بادغيس په مرکز قلعه‌نو کې یو بزګر غلام‌نبي پژواک ته وويل چې کفشک حشرو د ده پنځه جریبه غنم په بشپړه توګه له منځه وړي او همدارنګه یې باغونو ته هم جدي زیان رسولی دی.
هغه زیاته کړه چې که د دغه افت مخه ونه نیول شي، بزګران به له سخت زيان سره مخ کړي.
نوموړي وويل: «د کفشک افت د مخنیوي توان نه لرو، زموږ کښت او کرنه یې له منځه یووړه، سره له دې چې دولت هڅې کوي، خو زموږ غوښتنه دا ده چې لا زیاتې هڅې وشي او مؤسسې هم لاس په کار شي څو نور زیانمن نه شو.»
ورته مهال، د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ یو بل بزګر محمدحیدر رحيمي هم ورته شکایت لري او وایي چې دغه افت په وروستیو ورځو کې د ده کروندې هم زیانمنې کړې او جدي اندېښنه یې رامنځته کړې ده.
د هغه په خبره، که ژر د دې حشرې د خپرېدو مخه و نه نیول شي، نو د کرنیزو محصولاتو زیان به نور هم ډېر شي او ډېر بزګران به له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.
رحيمي د کرنې له وزارت او مرستندویو بنسټونو غوښتنه کوي چې د دغه افت د مخنیوي لپاره همکاري او لا زیات پام وکړي.
هغه زیاتوي: «لومړی ملخانو زموږ کښتونه خراب کړل او بیا کفشک حشرې راغلې، د غنمو فصل یې له منځه یووړ، دانې او پاڼې یې وخوړې او موږ ډېر زیانمن شوو.»
په همدې حال کې، د بادغیس د کرنې برخې کارپوه پوهنيار معظم حقمل وایي: «د کفشک افت هر کال د تودوخې په موسم کې په بادغیس کې خپرېږي، که پر وخت کنټرول نه شي بزګرانو ته ډېر اقتصادي زیانونه اړوي. دا حشره د غنمو له شیرې تغذیه کوي چې د محصول کیفیت له منځه وړي.»
هغه د دې حشرې د خپرېدو علت د تودوخې زیاتوالی، د بې‌ګټې بوټو شتون او اقلیمي بدلونونه بولي.
نوموړی زیاتوي چې د افت پر وخت پېژندنه، له بزګرانو سره د کرنې رياست همکاري، د بې‌ګټې بوټو پاکول او توصيه‌شوو درملو کارول کولای شي د دې حشرې د پراخېدو په مخنیوي کې مهم رول ولري.
خو د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول عبدالحلیم حلیم‌زاد وایي چې د دغه افت له پیدا کېدو راهیسې تر اوسه له ۸۰۰ جریبه زیاته کرنیزه ځمکه پاکه شوې او د مخنیوي عملیات لا هم روان دي.
هغه زیاته کړه: «له بده مرغه په وروستیو ورځو کې کفشک افت د بزګرانو په کروندو کې پیدا شوی، ریاست کرنې بېړني اقدامات کړي، تخنیکي ډلې سیمو ته استول شوې او د عمومي مبارزې لپاره ۶۰۰ د حشره‌نیونې جالۍ وېشل شوې دي، زموږ ډلې هم په ساحه کې موجودې دي او تر اوسه له ۸۰۰ جریبه زیاتې ځمکې پاکې شوې او مبارزه روانه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د ملخانو یرغل د بادغیس د بزګرانو کروندې زیانمنې کړې وې، خو د کرنې ریاست د جدي هڅو له امله د لا زیات زیان مخه ونیول شوه.