ژبه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر هند ته ولاړ

احمد صهيب حسرت

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۱:۱۵

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري د کرنې او مالدارۍ برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا او تجربو د تبادلې په موخه هند ته سفر کړی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفر د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو، د تجربو د تبادلې او د یادو برخو په اړه د هند له بریالیو تجربو او لاسته‌راوړنو د ګټې اخیستنې په موخه ترسره کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې مولوي عطاءالله عمري به د دغه سفر پر مهال د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې وزارت له مسوولینو، د هغه هېواد له یو شمېر لوړپوړو چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره وګوري.

سرچینې زیاته کړې چې په دغو لیدنو کې به د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا، د کرنیزو اړیکو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې، د نوې کرنیزې ټکنالوجۍ د معرفي کولو، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو د پراختیا په اړه خبرې وشي.

د خبرپاڼې له مخې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې د هند له یو شمېر کرنیزو مرکزونو او پروګرامونو هم لیدنه وکړي، څو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخو کې د هغه هېواد له عصري ټکنالوجیو او بریالیو تجربو ګټه واخلي.