کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د افغانستان د کرنې او کرنیزو کاروبارونو برخه کې د مرستې لپاره د پنځه میلیونه یورو په ارزښت یو پروګرام پیل کړی دی.
اروپايي ټولنې نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پروګرام له کروندګرو او کرنیزو کاروبارونو سره مرسته کوي چې بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي، باثباته عواید ترلاسه کړي او د اقلیمي او اقتصادي زیانونو پر وړاندې لا ډېر مقاومت ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروګرام له زیانمنو کورنیو، په ځانګړي ډول راستنېدونکو، بېځایه شوو او هغو مېشتو ټولنو سره مرسته کوي چې د خوړو او تغذیې له نه خوندیتوب، اقلیمي ګواښونو او محدودو اقتصادي فرصتونو سره مخ دي. ښځو او ځوانانو ته به په دغه پروګرام کې لومړیتوب ورکړل شي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه پروګرام په چوکاټ کې به څلور یو پړاویز خدماتي مرکزونه جوړ شي چې کروندګر او کلیوالي متشبثین به له کرنیزو مشورو، تخصصي خدمتونو، کرنیزو کاروبارونو او بازارونو سره ونښلوي.
همدارنګه، په دغو مرکزونو کې به د کرنې د ښهوالي لارې چارې او ټکنالوجۍ ترویج شي او کروندګرو ته به د خوړو او کرنې سازمان له لوري د اقلیمي تحلیل او لومړنیو خبرداریو اړوند معلومات وړاندې کېږي، څو هغوی وکولای شي د شرایطو له بدلون سره سم د تولید او بازارموندنې په اړه پر وخت پرېکړې وکړي.
د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، دغه پروګرام به د ۲ زره هکټاره ویجاړو شوو ځنګلونو او څرځایونو په بیارغولو کې مرسته وکړي او د ښځو او سیمهییزو ټولنو تر مشرۍ لاندې د نیالګیو د ۲۵۰ قوریو یا روزنځایونو ملاتړ به وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د خوړو او کرنې سازمان به د کرنې او خوراکي توکو د صنعت برخو کې فعالو شرکتونو او کاروبارونو ته چې د پراختیا او ودې وړتیا لري، مالي مرستې، تخنیکي او سوداګریزې مشورې هم وړاندې کړي.
په دغه پروګرام کې ګډونکوونکي شرکتونه به هم د پروژې له بودجې سره یوځای خپلې سرچینې ځانګړې کړي، څو وکولای شي د پروسس او نورو خدمتونو فعالیتونه پراخ کړي، له سیمهییزو تولیدوونکو پېرنه زیاته او په کلیوالو سیمو کې د کاري فرصتونو رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي شارژدافیر نیکولا بلومو ویلي چې د خوړو او کرنې له سازمان سره د اروپايي ټولنې مرسته د افغانستان د خلکو د خوړو خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا ته د دې ټولنې د دوامدارې ژمنتیا څرګندونه کوي.
هغه زیاته کړې چې د خوړو او کرنې سازمان په همکارۍ به د کرنې د ترویج خدمتونه پیاوړي، د کرنیزو کاروبارونو د ودې ظرفیت لوړ، پر طبیعت ولاړ حللارې پیاوړې او پر شواهدو ولاړ معلومات او تحلیلونه ښه شي.
په افغانستان کې د خوړو او کرنې سازمان استازي ریچارډ ترنچارډ هم ویلي چې د پروګرامونو له ډېرو بشري فعالیتونو څخه د لا دوامدارو تګلارو پر لور له بدلون سره، د افغانستان د کرنې او خوراکي توکو د صنعت کاروبارونو د ودې، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او بازارونو ته د کروندګرو د لاسرسي واقعي وړتیا ښودلې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د خوړو او کرنې سازمان به د اروپايي ټولنې په همکارۍ کروندګر له هغو معلوماتو، خدمتونو او بازارونو سره ونښلوي چې دوی ورته اړتیا لري او د کرنیزو کاروبارونو د پانګونې او پراختیا ملاتړ به وکړي.