ژبه

د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ سیالیو ته د لوبغاړو نوم‌لیکنه د اکټوبر تر پنځمې وغځېده

هجرت‌الله کاکړ

۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۶:۱۰

Views: ۲

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ (APL) دویم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو د نوم‌لیکنې موده د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر پنځمې پورې وغځول شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان د شل‌اوریز غوره لیګ د مدیریتې کمېټې له لوري د لوبغاړو د نوم لیکنې موده د اکټوبر تر پنځمې نېټې غځدلې ده.

هغه لیکلي چې د نوم لیکنې پروسې پای ته رسېدو وروسته به افغانستان کرکټ بورډ او د «APL» د همکارانو ګډې کمېټې له لوري د لوبغاړو د ارزونې او شارټ لېسټ پروسه پیل شي.

نوموړي ویلي چې د لوبغاړو د ټرافټ مراسم به د اکټوبر په ۲۴مه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

سادات د تېرې وږي میاشتې په ۳۱مه پژواک ته ویلي و چې د یادو سیالیو لپاره نوم‌لیکنه د روانې سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې وه او په ۱۹مه پای ته ورسېده.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ به د روان ۲۰۲۶ کال په وروستۍ ربع کې ترسره شي.

دغه‌راز، د افغانستان کرکټ غوره لیګ سیالیو کې پنځه لوبډلې ګدون کوي.

د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ لومړی پړاو په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوی و.