ژبه

د افغانستان کرکټ بورډ په نږدې راتلونکي کې د چټکو توپ‌اچوونکو د موندنې لړۍ پیلوي

هجرت‌الله کاکړ

۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۵:۱۵

Views: ۱

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، راتلونکې اکټوبر میاشت کې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د چټکو توپ‌اچوونکو د ازموینې او موندنې لړۍ پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د لوړو مهارتونو او ظرفیت لوړونې څانګه په پام کې لري چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې په اوږدو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د زونونو په کچه په یو شمېر ولایتونو کې د «تندر» په نوم د چټکو توپ‌اچوونکو د ازموینې او موندنې لړۍ پیل کړي.

سرچینه زیاتوي، دغه لړۍ به د اکټوبر میاشتې په څلورمه  په کندوز کې پیل او وروستۍ ازموینه به یې په ننګرهار کې د همدې میاشتې په ۲۷مه ترسره شي.

په اعلامیه کې راغلي، په دې لړۍ کې هغه لوبغاړي ګډون کولی شي چې عمرونه یې د ۱۹ او ۲۶ کلونو ترمنځ وي، لږ تر لږه ۱۸۰ سانتي‌متره لوړ قدونه ولري، د هېواد برېښنايي تذکره ولري او د توپ‌اچوونې چټکتیا یې په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومتره وي.

کرکټ بورډ ویلي، د دې لړۍ لومړۍ ازموینه به د اکټوبر په څلورمه او پنځمه په کندوز، په نهمه او لسمه په هرات، په ۱۲مه په کندهار، په ۱۴مه او ۱۵مه په کابل، په ۱۹مه په خوست، په ۲۱مه په پکتیا، په ۲۵مه په کونړ او د اکټوبر په ۲۷مه په ننګرهار کې واخیستل شي.

سرچینې زیاته کړې، ټول هغه لوبغاړي چې په شرایطو برابر وي او د غوره استعداد لرونکي وي؛ کولی شي په اړوند نېټو په خپلو ولایتونو کې د «تندر» چټک توپ‌اچونې د استعدادموندنې په لړۍ کې ګډون وکړي.