ژبه

د یواېن‌ډي‌پي استازي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی

هجرت االله کاکړ

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۶

Views: ۳

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له استازي تورهان صالح سره د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو برخو کې د همکاریو پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یواېن‌ډي‌پي) له نوي استازي تورهان صالح سره لیدلي دي.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د پراختیايي پروګرامونو پر پلي کېدو خبرې وشوې.

اعلامیه کې راغلي، د کرنې وزیر په دې لیدنه کې د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې برخو کې پر لا ډېرو همکاریو ټینګار وکړ.

هغه وویل: «افغانستان چمتو دی خپل کرنیز محصولات د نړۍوالو معیارونو له مخې تولید او صادر کړي. نوموړي په دې برخه کې د بازار نشتوالی له اساسي ننګونو څخه وباله.»

سرچینې لیکلي، مولوي عطاءالله عمري د جګړو او بې‌ثباتیو له امله رامنځته شوو زیانونو ته په اشارې وویل، د هېواد کرنه لا هم په ډېرو برخو کې په لومړني حالت کې ده، مالداري په دودیزه توګه ترسره کېږي، د اوبو مدیریت معیاري نه دی او د هېواد ځمکې هم په بشپړه توګه سروې شوې نه دي.

هغه زیاته کړه چې په وروستیو کلونو کې د مالدارۍ، کرنې د پراختیا، کانالونو او چکډیمونو جوړولو او د ځمکو مدیریت په برخو کې یو شمېر کارونه ترسره شوي، خو د شته اړتیاوو پوره کولو لپاره د دغو فعالیتونو دوام او پراختیا اړینه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي تورهان صالح د یوه هېواد په اقتصادي پراختیا کې د کرنې ارزښت مهم وباله او په بېلابېلو برخو کې یې پر همکاریو ټینګار وکړ.

نوموړي ویلي چې د کرنې، مالدارۍ، برېښنا او انرژۍ برخو کې به همکاري او فعالیتونه ولري.