کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمدنعیم د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري سره ليدنه کې د دوه اړخيزو اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاءاحمد تکل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د اقتصادي همکاریو لپاره د شته فرصتونو پر اغېزناکې استفادې او د موجودو ستونزو پر حل خبرې وشوې.
سرچينې زياته کړې چې دواړو لورو د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د ویزو برخه کې د لا اسانتیاوو رامنځته کولو او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ په اړه هم د نظرونو تبادله وکړه.
د سرچینې په خبره، حمید قنبري ویلي چې ایران چمتو دی له افغانستان سره د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ جوړولو، د کانونو د استخراج او د برېښنا د تولید برخو کې همکاري وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیالدغهراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا مهمه بللې او په دې برخه کې یې پر ګډو هڅو او همکاریو ټینګار کړی دی.
ایران د هرات ـ مزارشریف رېلپټلۍ جوړولو کې همکارۍ ته چمتووالی وښود