ژبه

متقي: له روسیې سره موجود سیاسي تفاهم باید پر عملي اقتصادي شراکت بدل شي

هجرت‌الله کاکړ

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۳:۳۷

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي تفاهم ترڅنګ، د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او انرژۍ برخو کې د همکاریو پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي تفاهم ترڅنګ، د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او انرژۍ برخو کې د همکاریو پراختیا په اړه خبرې وشوې.

سرچینه زیاتوي، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د مثبت مسیر د یادونې ترڅنګ، د روسیې له رهبرۍ د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له امله مننه وکړه او ویې ویل چې موجود سیاسي تفاهم باید پر عملي اقتصادي شراکت بدل شي.

د خبرپاڼې له مخې، متقي د سوداګرۍ د پراختیا، ترانزیټ او سیمه‌ییز اتصال، په افغانستان کې د روسيې د پانګونې، انرژۍ او کانونو په برخو کې د ګډو همکاریو او د بانکي او تادیاتو برخو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

یاد وزارت لیکلي، الکسي اوورچوک د اقتصادي همکاریو برخه کې د روسیې چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې اوس د عملي همکاریو د پیل لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، نوموړي د ترانزیټ، ترانسپورټ، انرژۍ او نورو برخو کې له افغانستان سره د ګډ کار پر پراختیا ټینګار وکړ؛ د تېر کال د سوداګرۍ د پام وړ زیاتوالی یې یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ لا ډېرې عملي اقتصادي همکارۍ رامنځته شي.