ښرنه (پژواک ٥ غبرګولى ٩٢): چارواکى وايي، د پکتيکا په زېړوک ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري په يوه راکټي بريد کې يوه مور او د هغې ماشوم وژل شوي دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې راکټ د شيمي په کلي کې تېر ماښام پر يوه کور لګېدلى دى.
نوموړى وايي، د وسله والو طالبانو موخه د ولسوالۍ ودانۍ وه، خو راکټ له ولسوالۍ سره نږدې پر يوه کور لګېدلى دى.
هغه وايي، د توغول شوي راکټ له امله د کور دوه کوټې هم زيانمنې شوې دي.
د ځدراڼ په خبره، وسله وال پر ملکي سيمو بريدونه کوي، چې له امله يې خلکو ته هم زيان اوړي.
د سيمې يو عيني شاهد وايي، چې پر کور د راکټ لګېدو له امله يو څلور کلن ماشوم ځاى پر ځاى وژل شوى او يوې مېرمنې له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.
زېړوک د پکتيکا په سوېل ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ولسوالۍ ده.
د يادې پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ويلي.