کابل-ښرنه (پژواک ٦ تله ٩٢): امنيتي چارواکو په ميدان وردګو او پکتيکا ولايتونو کې د ٢٦ وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
د پکتيکا امنيه قوماندان جنرال دولت خان ځدراڼ د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه يو شمېر وسله والو د ګيان ولسوالۍ د مزار پر پوستې بريد وکړ.
هغه زياته کړه، چې د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته کې اوه وسله وال او يو پوليس وژل شوي، لس وسله وال او يو پوليس ټپيان دي.
قوماندان زياتوي، چې له يو ساعت نښتې وروسته وسله وال له سيمې تښتېدلي دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دې نښته کې يې ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا د ميدان وردګو ولايت چارواکو هم د يوې نښتې په ترڅ کې د اوو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى دى.
د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک ته وويل، چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو د جلرېز ولسوالۍ په علي خېلو سيمه کې پر وسله والو مخالفينو هوايي بريد کړى دى.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د يوه سيمه ييز قوماندان دل اغا په ګډون اوه وسله وال طالبان وژل شوي او له هغوى څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
نوموړي دغه راز وويل، چې افغان ملي ځواکونو تېره ورځ د سيداباد په اونخي سيمه کې يو وسله وال طالب ژوندى نىولى دى.
خوګياڼي وويل، چې د چک ولسوالۍ د بازار په سيمه کې پرون د يوې چاودنې په ترڅ کې د ملي اردو يو سرتېرى ټپي شوى دى.
Views: 0
تماس با ما
خبرنامه
ارسال گزارش
اپلیکیشن موبایل پژواک