رفتن به محتوا
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۲ ق.ظ
دربارۀ ماتماس با ماورود
۱۰° — وضعیت هوا در همه ولایات
ابری · ↑۱۸° ↓۷°
کیفیت هوا: متوسط

د ميدان وردګو د محبس نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

· ۲ دقیقه مطالعه · ۱۲۴ بازدید

کابل (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٢): د ميدان وردګو ولايت محبس ودانۍ تر بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د بهسودو په ولسوالۍ کې د ٣٠ کيلومتره سړک د رغونې کار پيل شو.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل، محبس پر ١٧ نيم جريبه ځمکه جوړ شوى او لګښت يې د امريکا متحده ايالاتو ورکړى، چې شاوخوا اوه ميليونه ډالره کېږي.

نوموړى زياتوي، تر دې مخکې په ميدان وردګو کې معياري محبس نه و، چې ډېر وخت به بنديان د ځاى د تنګوالي له امله له ستونزو سره مخ و.

د خوګياڼي په وينا، د ميدان وردګو محبس ودانۍ په يو نيم کال کې په پاخه او اساسي ډول په درېيو بلاکونو کې جوړه شوه، چې د نظارت خونې تر څنګ د ماشومانو لپاره ځانګړى ځاى او په ټوليز ډول د ٨٠٠ بنديانو لپاره ځاى شته.

 د ميدان وردګو د والي وياند زياتوي، په نوي محبس کې به بنديانو ته د زده کړو پروګرام هم پيل شي.

 د محبس د پرانيستلو پر مهال د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي او د محبسونو د عمومي رياست مرستيال تورن جنرال محمدعارف احمدي هم په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې بنديانو ته به په نوي محبس کې ټولې اسانتياوې برابرې کړي.

 خو د ميدان وردګو د محبس مدير مل پاسوال دولت محمد عزيزي وايي، چې محبس په ډېر عصري ډول جوړ شوى ، خو د دې تر څنګ د محبس د ساتونکو کموالى او د روغتيايي اسانتياوو نه شتون يې سترې ستونزې دي، چې دوى يې د حل لارې په لټه کې دي.

د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو د مرکزي بهسود او د بهسودو د دويمې برخې  ولسواليو تر منځ په ٣٠ کيلومتره سړک د جغل اچولو کار پيل شو.

د ميدان وردګو د والي وياند زياتوي، د دې لارې پر رغونه ١٦ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې پيسې يې د فوايد عامې وزارت له لوري ورکول کېږي.

د نوموړي په وينا، د سړک د رغونې کار به په درېيو مياشتو کې بشپړ شي او د دوو ولسواليو زرګونه خلکو ترانسپورټي ستونزې به هوارې شي.