کابل (پژواک، ١٦ غويی ٩٥): د هندوستان په پوځي اکاډمۍ کې لسګونه افغان محصلين وايي چې هېڅ ډول ستونزې نه لري او پوځي زده کړې یې په اساسي توګه روانې دي.
کابل (پژواک، ١٦ ثور ٩٥): ده ها تن از محصلين افغان در اکادمى نظامى هندوستان ميگويند که هيچ مشکل ندارند و تحصيلات نظامى شان به شکل اساسى جريان دارد.
محصلين افغان، اظهارات مذکور را طى ديدار با ژورناليستان افغان ابراز داشتند.
چهارده خبرنگار افغان به شمول خبرنگار آژانس خبرى پژواک، از سوى وزارت امور خارجۀ هند به آن کشور دعوت شده بودند تا علاوه بر اکادمى مذکور، از بيشتر محلات هندوستان ديدار نمايند.
اين اکادمى نظامى پشرفتۀ هندوستان، در ايالت دهراودون آن کشور موقعيت دارد، که از پايتخت کشور هندوستان، حدود ٣٠٠ کيلومتر فاصله دارد.
در اين اکادمى ١٠٧ افغان که تمامى آنها ذکور هستند، مصروف آموزش هاى نظرى و عملى ميباشند.
محصلين افغان در اين اکادمى، براى چهار سال آموزش نظامى مى بينند که اسپ سوارى و آب بازى نيز شامل آن ميباشد.
اسلام الدين يکى از محصلين به نمايندگان از محصلين افغان به پژواک گفت که از چهار سال گذشته بدينسو، مصروف تحصيل در اين اکادمى ميباشد.
او گفت: "ما در اينجا هيچ مشکل نداريم، به شکل اساسى آموزش مى بينيم، تحصيلاتم در آيندۀ نزديک به پايان ميرسد."
او گفت که در پايان هر امتحان به محصلين پول نقد نيز داده ميشود، تا نياز هاى روزانۀ خود را برآورده سازند.
او افزود: "پول مذکور فقط براى جيب خرچ به ما داده ميشود، محل خواب و نان مکلف از سوى اکادمى تهيه ميشود."
به اساس معلومات او، محصلين اين پوهنتون به رتبۀ دويم بريدمن فارغ ميگردند.
تورن کامبيز عصمتى يکى از استادان محصلين افغان در اين اکادمى، به پژواک گفت هر محصل که در اين اکادمى شامل ميشود، به شکل اساسى آموزش مى بيند.
به اساس معلومات او، محصلين اين اکادمى سالانه ١١ ماه درس دارند.
او گفت: "ما در اينجا يک حوض داريم، هر محصل مجبوراست که از ارتفاع ده مترى به حوض ملاق بزند، اگر در هر سمستر، يکبار اين کار را انجام ندهد، ناکام ميشود."
به گفتۀ او، هر محصل که در کوشش مکرر آب بازى ناکام شود، از اکادمى اخراج ميشود.
عصمتى گفت وقتيکه محصلين افغان از اين مرکز فارغ شوند، به شکل مستقيم به رياست روابط خارجى وزارت دفاع ملى افغانستان معرفى ميشوند.
او گفت، رياست مذکور بعد از بررسى اسناد تحصيلى، به افسران مذکور رتبه تعيين ميکند و به اساس قرعه کشى توظيف ميشوند.
او افزود که در اين اکادمى به محصلين افغان، آموزش حب وطن نيز داده ميشود.
عصمتى بر محصلين مذکور با صداى بلند گفت بچه ها از کجا هستيد!! تمامى آنها با يک صدا گفتند: "افغانستان، افغانستان، افغانستان."
قرار معلومات موصوف، تا کنون حدود ٣ هزار افسر افغان از اين اکادمى فارغ شده اند که يک رقم بسيار بلند است و اسناد فراغت خود را از مراکز نظامى خارجى به دست آورده اند.
اکادمى نظامى هند، در سال ١٩٣٢ ميلادى، از سوى هندوستان ساخته شده است.
يادو محصلينو دغه څرګندونې له افغان ژورنالېستانو سره د ليدنې پر مهال وکړې.
د هند د بهرنيو چارو وزارت په بلنه د پژواک خبري اژانس د خبريال په ګډون ١٣ نور افغان خبريالان دغه هېواد ته غوښتل شوي وو تر څو د يادې اکاډمۍ تر څنګ له نورو ځايونو هم ليدنې وکړي.
د هند دغه پرمختللې پوځي اکاډمي د دغه هېواد په دهرادون ايالات کې موقعيت لري چې له پلازمېنې ډيلي څخه کابو درې سوه کيلومتره واټن لري.
دا مهال په دې اکاډمۍ ١٠٧ تنه افغان محصلين چې ټول نارينه دي، د نظري درسونو تر څنګ عملي زده کړې هم ورکول کېږي.
په دې اکاډمۍ کې محصلين څلور کاله زده کړې کوي چې د نورو پوځي روزنو تر څنګ د اسونو سپرلي او لامبو وهل هم ور زده کول کېږي.
په دې اکاډمۍ د افغان محصلينو په استازيتوب اسلام الدين پژواک ته وويل چې له څلورو کلونو راهيسې په دې اکاډمۍ کې زده کړې کوي.
هغه وويل: ((موږ دلته هېڅ ډول ستونزې نه لرو، په اساسي توګه روزنه راکول کېږي او زما ډېر لږ وخت پاتې دى چې فارغ شم.))
ده وويل چې د هرې مياشتې په پای کې زده کوونکو ته نغدې پيسې هم ورکول کېږي تر څو خپلې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.
هغه زياته کړه: ((دا پيسې يواځې موږ ته د جېب خرڅ لپاره راکول کېږي، د خوب ځاى او مکلفه ډوډۍ د اکاډمۍ له خوا راکول کېږي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، له دغه پوهنتون څخه زده کوونکي د دويم بريدمن په رتبه فارغېږي.
په دې اکاډمۍ کې د افغان محصلينو ښوونکي تورن کامبيز عصمتي پژواک ته وويل هر محصل چې په دې اکاډمۍ شاملېږي په اساسي توګه پوځي روزنه ورکول کېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې اکاډمۍ کې زده کوونکو د کال ١١ مياشتې زده کړې ورکول کېږي.
ده وويل: ((موږ دلته د لامبو وهلو يو حوض لرو، هر محصل اړ دى چې د لسو مترو له لوړوالي څخه ځان دغه حوض ته وغورځوي او که چېرې په هر سمستر کې يو ځل دغه کار ونه کړي، ناکامېږي.))
د هغه په وينا، کوم محصل چې په وار وار په لامبو وهلو کې ناکام شي، نو بيا له اکاډمۍ څخه ايستل کېږي.
عصمتي وايي، کله چې افغان محصلین له دغه ځایه فارغېږي په مستقیمه توګه د افغانستان د ملي دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست ته ورپېژندل کېږي.
ده وويل چې دغه ریاست د دوی د سندونو له څېړلو وروسته د دغو افسرانو رتبې ټاکي او د پچې اچونې له مخې يې پر دندو ګوماري.
هغه وايي چې په دې اکاډمۍ افغان محصلينو ته د هېوادنۍ مينې په اړه هم زده کړې ورکول کېږي.
عصمتي پر افغان محصلينو غږ وکړ، هلکانو د کوم ځای یاست!! ټولو په يو غږ وويل: ((افغانستان، افغانستان، افغانستان.))
د هغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه کابو ۳زره افغان افسران له دې اکاډمۍ فارغ شوي او دا تر ټولو لوی شمېر دی چې له بهرنیو پوځي مرکزونو څخه یې د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.
د هند پوځي اکاډمي په ۱۹۳۲ زېږدیز کال کې د انګلستان هېواد له خوا جوړه شوې ده.
اعضاYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










