زبان

آیا حساب کاربری در سایت پژواک ندارید؟

برای اشتراک اینجا کلیک کنید.

د هرات د والي په ګډون ۲۱ کسان د اداري فساد په تور محکمې ته ورپېژندل شوي

د هرات د والي په ګډون ۲۱ کسان د اداري فساد په تور محکمې ته ورپېژندل شوي

author avatar
26 Oct 2020 - 14:31
د هرات د والي په ګډون ۲۱ کسان د اداري فساد په تور محکمې ته ورپېژندل شوي
author avatar
26 Oct 2020 - 14:31

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٩): لویه څارنوالي وايي چې د هرات د والي، ددغه ولایت د عامې روغتیا رییس او د ولایتي شورا درې غړو په ګډون ۲۱ کسان د اداري فساد په تور محکمې ته معرفي شوي دي.

دغه مطلب نن لویې څارنوالي پر خپله فيسبوک پاڼه خپور کړی دی.

لویه څارنوالي وايي، له کرونا ویروس سره د مبارزې د بودیجې په مصرف کې د یادو کسانو د اختلاس او خیانت د قضیې پاڼې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته د اداري فساد لویو جرمونو ته د رسېدو لومړنۍ محکمې ته وړاندې کړې دي.

څارنوالي وايي، د هرات والي عبدالوحید قتالي، د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم، د ولایتي شورا درې غړي، د تخصیصاتو مامور، د مستوفیت د کنټرول مدیریت کارکوونکی، د معاینې او څارنې د پلاوي په توګه درې ډاکتران، د کرونا سټاک مسوول، د اسیا فارما شرکت استازي او مرستیال، د السید افغان لمتېد شرکت رییس او ددغه ولایت د تسلیمۍ پلاوي او مدیریت د کنټرول او ارزونې پلاوي درې غړي د دې قضیې په شکمنو کسانو کې شامل دي.

د څارنوالۍ په خبره، د یادو کسانو دوسیې د بیاپلټنې ادارې له خوا د ډېرو څېړنو او عدالت د تامین په موخه لویې څارنوالۍ ته سپارل شوې وې.

لویې څارنوالۍ دغه قضیه د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ له لارې تعقیب کړې او د قضیې د مرتکبینو دوسیه د قانونیت د تطبیق او عدالت د تامین لپاره د ۱۳۹۹ کال د لړم په درېیمه نېټه د اداري فساد لویو جرمونو ته د رسېدو لومړنۍ محکمې ته سپارلې ده.

څارنوالۍ زیاته کړې چې ددغې قضیې د موظف څارنوال د صورت دعوی پر بنسټ یاد کسان د کرونا ویروس له ځانګړې شوې بودیجې د شپږ قلمه طبي تجهیزاتو، یوې پایې «سي ټي سکن» او غیر مرتبو او غیرضروري موادو د اخیستو په برخه کې له ۳۴ میلیون څخه د ډېرو افغانۍ اختلاس او غدر تورن شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د قضیې موظف څارنوال د صورت دعوی تر بشپړ څېړلو او ترتیب وروسته د غدر او اختلاس په تور د شکمنو کسانو د اسنادو او مدرکونو پر اساس له محکمې څخه د مجازاتو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې له دې مخکې د بیاپلټنې ادارې د هرات، بدخشان، نورستان او میدان وردګو ولایتونو اړوند د کرونا د بودیجې له مصارفو د اداري فساد اړوند څلور قضیې د څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته لېږلې دي.

څارنوالۍ ویلي، له دې ډلې د هرات او میدان وردګو قضیې بشپړې او محکمې ته لېږل شوې دي، دغه راز د نورستان او بدخشان ولایتونو قضیې د بشپړېدو په حال کې دي او ټاکل شوې د موظفو څارنوالانو تر تصمیم وروسته یې اطلاع رسونه کېږي.

لویې څارنوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړی چې ټولو قضیو ته د قانون په رڼا کې د عدالت په مراعاتولو رسېدنه کېږي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د کندهار د والي حیات الله حیات په ګډون لس کسان د کرونا په بودیجه کې د اختلاس په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

login or register a new account.

تماس با ما

ارسال گزارش

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

اپلیکیشن موبایل پژواک

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر