لښکرګاه (پژواک، ٣٠ لېندۍ ٩٩): د هلمند د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږکال په دغه ولايت کې ١٩٠ زره ټنه جوار توليد شوي چې د تېرکال په پرتله زياتوالى ښيي.
خو بل لورته کروندګر بيا وايي چې سږکال خپلو حاصلاتو ته د پلورلو مناسب بازار نه لري او له زيان سره مخ دي.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د ناوې ولسوالۍ يو تن کروندګر محمد امين د لېندۍ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږکال په دغه ولايت کې د جوارو حاصلاتو بېه ډېره ټېټه شوې ده.
هغه وايي: ((تر تولو ښه او سره جوار را نه من په پنځوس افغانۍ غواړي، دا نور رانه په ٤٠ او ٤٥ غواړي چې زموږ مصارف هم نه پوره کوي.))
د محمد امين په اند، که چېرې په دغه ولايت کې د جوارو د پروسس فابريکې جوړې شي، نو ګڼ شمېر کروندګر به د کوکنارو له کښت څخه هم لاس په سر شي.
دغه راز د لښکرګاه ښار په منډوي کې يو بل کروندګر محمد اغا پژواک ته وويل، سږکال يې د جوارو ښه حاصلات ترلاسه کړي، خو په خواشينۍ سره چې مناسب بازار ورته نشته دى.
ده زياته کړه: ((ډېر مصرف مو پرې کړى دى، خو دلته را نه يو من جوار په ١٠٥ کلدارې غواړي چې سراسر په کې تاوان دى.))
يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
په دې تړاو د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو پژواک ته وويل، هڅه کوي چې د جوارو ترڅنګ د دغه ولايت نورو حاصلاتو ته هم مناسب بازار پيدا کړي.
دى وايي: ((موږ کوښښ کوو چې په دغه ولايت کې هغه فابريکي فعاليت پيل کړي چې له جوارو څخه حيواني خوراکي توکي برابروي چې په دې سره به د کروندګرو حاصلاتو ته يو مناسب بازار پيدا شي او دغه ستونزه به تر ډېره هواره شي.))
هغه دا هم وويل چې په دغه ولايت کې د جوارو د پروسس پر يوې فابريکي کار روان دى چې نږدې اويا سلنه چارې يې بشپړي شوې دي.
د رييس د معلوماتو له مخې، سږکال د دغه ولايت په ٣٨ زره هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوي چې ١٩٠ زره ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي دي.
دى وايي چې تېرکال په څه باندې ٣٦ زره هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوي وو چې ١٨٠٩٠٠ ټنه جوار ترې ترلاسه شوي وو.
د يادونې ده چې هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې د همدې نا امنۍ له امله يې د کرنې او راکړې ورکړې بازار هم له ستونزو سره مخ دى.