زبان

آیا حساب کاربری در سایت پژواک ندارید؟

برای اشتراک اینجا کلیک کنید.

د ٢٠٢٠ کال  پرمهال په ټوله نړۍ کې ٢١ خبريالان وژل شوي

author avatar
24 Dec 2020 - 10:17
author avatar
24 Dec 2020 - 10:17

کابل (پژواک،٤ مرغومى ٩٩) :  د ٢٠٢٠ کال پر مهال په ټوله نړۍ کې د شپږو افغانانو په ګډون ٢١ خبريالان وژل شوي چې د تېر کال په پرتله يې کچه ٥٥ سلنه لوړه ده .

د خبريالانو د خونديتوب نړيوالې کمېټې (سي پي جى) د ٢٠٢٠ زېږديز کال په خپل کلني راپور کې ويلي چې په دې کال کې په ټوله نړۍ کې ٢١ خبريالان د خپلو دندو پرمهال وژل شوي، دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال دا شمېره ١٠ تنه وه.

په دې راپور کې راغلي، د روان زېږديز کال د وروستۍ مياشتې ډسمبر تر لومړۍ نېټې پورې په ټوله نړۍ کې ٢٧٤ تنه خبريالان زنداني شوي وو، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېره ٢٥٠ تنه  وه.

د خبريالانو د خونديتوب نړيوالې کمېټې  ويلي چې په دې وروستيو په افغانستان کې پر خبريالانو د بريدونو لړۍ تونده شوې او په تېرو دوو مياشتو کې شاوخوا څلور فعاله خبريالان او  يو پخوانى خبريال وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په افغانستان کې د خبريالانو د وژلو وروستۍ پېښه په غزني ولايت کې د رحمت الله نيکزاد وژل و چې په بې غږه تومانچې ووژل شو او بريدګر په اسانۍ سره په تېښته بريالي شول.

تر دې مخکې په ننګرهار ولايت کې ملالۍ ميوند، په هلمند کې الياس داعي او په کابل کې کريم اميني هم وژل شوي دي.

د بې پولې ژورنالېستانو د نړيوالې ادارې يو تن استازي اقبال خټک ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته خبريالانو ته په ازاده توګه د کار زمينه برابره شوه، خو په دې وروستيو کې ستونزې بيا ډېرې شوې دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د يوناما مشرې ډيبرا ليون افغانستان د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بللى و.

د هغې په وينا، د ٢٠٢٠ زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې شپږ خبريالان او د بشري حقونو ١١ کارکوونکي وژل شوي دي.

Views: 2

تماس با ما

ارسال گزارش

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

اپلیکیشن موبایل پژواک

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر