کابل (پژواک) – د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، هېواد یې له اروپایي هېوادونو سره د اړیکو عادي کولو او پراختیا غوښتونکی دی، خو که جګړه پرې وتپل شي، روسیه ورته چمتو ده.
د رویټرز د راپور له مخې، پوتین دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د افریقایي هېوادونو د مشرانو له یوې غونډې وروسته خبریالانو ته کړې دي.
هغه ویلي: «موږ له اروپا سره جګړه نه غواړو؛ خو که څوک جګړه غواړي، چمتو دې شي. موږ چمتو یو، خو که وضعیت تر دې ډېر کړکېچن شي، هېڅ لوری به ګټونکی نه وي.»
پوتین زیاته کړې چې روسیه له اروپایي هېوادونو سره د بشپړو اړیکو د بېرته ټینګښت لپاره د هر ډول ګام اخيستو ملاتړ کوي.
نوموړي د فنلنډ له ولسمشر الکساندر سټوب او د ناروې له لومړي وزیر یوناس ګار سټور سره د روانې اونۍ ټیلېفوني اړیکې هم مثبتې بللې او ویلي یې دي چې دواړو مشرانو له مسکو سره په اړیکه نیولو سم ګام اخیستی دی.
د روسیې ولسمشر بالټیک سمندرګي کې د بېړیو پر تګ راتګ د محدودیتونو په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د تګ راتګ او اړیکو محدودول کړکېچ رامنځته کولای شي.
هغه ټینګار کړی چې روسیه به د هيڅ ډول ننګونې پر وړاندې بېځوابه پاتې نه شي.











