خوست (پژواک ٢٦ تله ٩٠): په خوست ولايت کې د ملي اردو ځواکونو د وسلو او مهماتو د يوې زېرمې د کشف خبر ورکړ.
په خوست کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګروال شاهسوار نن (د تلې ٢٦مه) پژواک اژانس ته وويل، چې دا زېرمه يې پرون ماسپښين د (وقاد) په نوم د افغان او بهرنيو ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې کشف کړې ده.
د نوموړي په وينا، دغه زېرمه يې د خوست د موسى خېلو ولسوالۍ د ګبر په سيمه کې يوه کور ته څېرمه موندلې، چې د سپکو او درنو وسلو ترڅنګ يې له ياد کور څخه يو سراچه موټر هم ترلاسه کړى دى.
سرچينې زياته کړه، چې په دې زېرمه کې ٣٣ د ار پي جي راکټ مرمۍ، ٤ د وسايطو ضد ماينونه، ٢ کارتنونه د پيکا مرمۍ، ١٠ د پيکا شريدونه، ٧٠ چريکي بسترې، ٢٠ نظامي جمپرونه، ٢ لويې خېمې، درمل او زيات شمېر خوراکي توکې شامل دي.
د شاهسوار په خبره، چې د دې زېرمې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د سرچينې په خبره، په دغو عملياتو کې، چې څلور ورځې مخکې د ګډو ځواکونو له لوري پيل شوي او پنځه ورځې به نور هم دوام وکړي، يو شمېر شکمن کسان هم نيول شوي، خو په اړه يې د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
د موسى خېلو د ولسوالۍ اوسېدونکي شيرين پژواک ته وويل، چې د دوى په کليو کې له تېرو څو ورځو راهيسې د ګډو ځواکونو له لوري عمليات روان دي.
هغه زياته کړه، چې تېره ورځ د ملي اردو ځواکونو د ګبر په سيمه کې يو شمېر وسلې او مهمات نيولي، خو نور يې په اړه معلومات ونه کړل.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن