ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کجکي ولسوالۍ لويه لار د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه

د کجکي ولسوالۍ لويه لار د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه

author avatar
22 Oct 2011 - 15:27
د کجکي ولسوالۍ لويه لار د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه
author avatar
22 Oct 2011 - 15:27

لښکرګاه (پژواک ٣٠ تله ٩٠): د هلمند د كجكي ولسوالۍ لويه لار، وروسته له پنځو كلونو د ترافيكو پر مخ په بشپړ ډول خلاصه شوه.

د هلمند ولايت د مقام له خوا د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي، چې ياده لويه لار د هغو چاڼيزو عملياتو په ترڅ كې، چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې په ياده سيمه کې پيل شوي وو، خلاصه شوه.

سرچينې زياته کړه، چې دغه عمليات اوس هم له سنګين څخه تر كجكي ولسوالۍ پورې د لويې لارې د خلاصېدو او په كجكي كې د ډاډمن امنيت د رامنځته كېدو په موخه د ګډو ځواكونو له خوا پرمخ روان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه مهال له سنګين څخه تر كجكي ولسوالۍ پورې لويه لار، چې له تېرو څو كلونو راهيسې د ترافيكو پر مخ تړلې وه، خلاصه شوې او ګډ ځواكونه د يادې لارې په اوږدو كې د امنيتي پوستو د اچولو پر چارو بوخت دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې تر اوسه د دغو عملياتو پر مهال د دولت ۲۱ مخالفين وژل شوي او پنځه نور ټپي شوي دي.

د هلمند د ولايت مقام وايي، د كجكي د ولسوالۍ لويه لاره، چې د كندهار-هرات له لويې لارې څخه بېله شوې، په لومړي سر كې تر سنګين ولسوالۍ پورې رسېږي او د هلمند ولايت د مقام په ځانګړې پاملرنه نوموړې لار تر سنګين ولسوالۍ پورې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې او په پام كې ده، چې له سنګين څخه تر كجكي پورې هم په پاخه ډول جوړه شي.

سرچينې زياته کړې، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې تر اوسه ۴۷ کړۍ د ټانګ ضد ماينونه هم د ګډو ځواكونو له خوا كشف او شنډ كړل شوي دي.

د سنګين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالعزيز، چې ولايت لښکرګاه ته راغلى، پژواک اژانس ته وويل، چې پر ياده لاره د امنيتي ستونزو او د وسلوالو طالبانو له وېرې خلکو په ډاډه زړه تګ راتګ نه شواى کولاى.

هغه زياته کړه، چې په دې لاره بايد ګڼ شمېر امنيتي پوستې ځاى پرځاى شي؛ څو د مخالفينو د بيا ځلې فعاليت مخه ونيول شي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.